Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان په چارو کې د هېوادونو پر لاسوهنې د ندا محمد ندیم نیوکه

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم د شنبې په ورځ پر هغه څه چې د افغانستان په چارو کې د هېوادونو لاسوهنې بولي، نیوکه کړې ده.

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست چې په پلازمېنه کې د یوي مدرسي د دستار بندۍ په مراسمو کې وینا کوله ویلي چې نور هېوادونه د پلمو په لټولو او بې ځایه نیوکو سره غواړي نړۍ ته د افغانستان بد تصویر وړاندې کوي.

نوموړی زیاتوي، چې نور هېوادونه غواړي د بشري حقونو په نامه په هېواد کې د شرعي حدودو د تطبیق مخه ونیسي.
     
ندا محمد ندیم ویلي:«کله به ستا پر حجاب باندې اعتراض کوي، کله ستا پر رجم (سنګسار) اعتراض کوي او کله به ستا د اسلامي دین د شعایرو پر اظهار باندې نیوکه کوي، نو ددغو ټولو مسایلو ته د علماوو کرامو مکلفیت دی چې ورته متوجه شي، د هر ناروا او د هر ګمراه هر بې‌دینه تاسې قدرمن علما به یې کوئ.»

 بلخوا، په دغو مراسمو کې د اسلامي امارت لوی درستیز د امریکا پر منفي تبلیغاتو نیوکه کوي او وایي چې امریکا په افغانستان کې د خپل ۲۰ کلن حضور پر مهال د دیني مدرسې د څنډې ته کولو لپاره ډېرې هڅې وکړي.
 
لوی درستیز فصیح الدین فطرت په دې هکله وايي:«د هغه (امریکا) اصلي او مهمه موخه د دیني مدرسو پر وړاندې مبارزه، د دین مدرسو له منځه وړل او په بېلابېلو طریقو د مدرسو او طلباوو سپکاوی وو.»

بلخوا، یو شمېر دیني عالمان د اسلامي امارته له نامه د ځينو کسانو پر ناوړه ګټې اخیستنې نیوکه کوي او له اسلامي امارته غواړي چې د دغه کار مخه ونیسي.

 نږدې ۱۴۰ تنه د امام ابو حنیفه مدرسې د قران کریم او حدیث شریف د حفظ له برخو فراغت شول. د امام ابو حنیفه مدرسې له دې مخکې ۲۸ ځله نور هم فارغان لرلي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه