Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امنیت شورا: ا.ا د ۹۰مې لسیزې انحصاري سیاستونو ته مخه کړې

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه راپور کې پر هغه څه چې د ۹۰مې لسیزې سیاستونو ته د اسلامي امارت ورستنېدل ګڼل کېږي، نیوکه کړې ده.

د امنیت شورا په دغه راپور کې راغلي چې په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ ګواښونه مخ پر زیاتېدو دي، او القاعده ډله د خپلو عملیاتي ځواکونو د پیاوړتیا په حال کې ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه راپور د ۲۰۲۲ کال له اګسټ میاشتې وروسته، د افغانستان پر مسایلو متمرکز دی.

د دغې شورا د تحلیل او څار ډلې د بندیزونو د کمېټې د ارزونې پر بنسټ اسلامي امارت د قدرت پر انحصارولو تورن شوی او ویل شوي چې دوی اوس هم د ۹۰مې لسیزې سیاست پر مخ بیايي.

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي په دې هکله وايي:«په افغانستان کې له دومره کلونو جګړې وروسته په ملي کچه خبرو اترو ته اړتیا ده، چې بېلابېلې سیاسي ډلې راشي او له یو بل سره د افغانستان د راتلوونکي لپاره حل لار وارزوي، که‌چېرې دا کار ونه شي، ځواک هرو مرو انحصاري پاتې کېږي.»

د سیاسي چارو شنونکی سید جواد سجادي هم څرګندوي:«د پېښې د حقیقت په هکله قضاوت ستونزمن دی؛ خو که‌چېرې طالبان په دې هکله روڼتیا رامنځته نه کړي د دغو خبرو پایله به د طالبانو په زیان وي.»

په دغه راپور کې د اسلامي امارت له لوري د دوحې هوکړې پر نه پلي کېدو هم نیوکې شوي او ویل شوي چې اسلامي امارت د دوحې هوکړې پر بنسټ، له ترهګرو ډلو او په ځانګړې توګه له القاعدې شبکې سره خپلې اړیکې تر اوسه نه دي پرې کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تحلیل کوونکو په باور، ځينې ترهګرې ډلې لکه القاعده او د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي، د خپل عملیاتي ځواک د بېرته پیاوړتیا په حال کې دي.

د سیاسي چارو شنونکی محمد حسن حقیار وايي:«د دوحې تړون لومړی امریکایانو تر پښو لاندې کړ او اسلامي امارت هم ورته چندان ژمن پاتې نه شو، او له شک پرته په اوسني امارت کې ځينې نیمګړتیاوې شته؛ خو نړۍواله ټولنه هم د افغانستان په هکله لکه څرنګه چې باید ژمنه پاتې وه، پاتې نه شوه.»

د سیاسي چارو شنوونکي اسدالله ندیم هم وویل:«باید توپير ونه کړي او د ترهګرۍ پر ضد یوه رڼه او منسجمه مبارزه ولري، په هغه صورت کې کولای شي چې د نړۍوالې ټولنې او افغانستان اعتماد خپل کړي.»

خو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تحلیل او څار ډلې دغه راپور له حقیقته لرې او بې بنسټه بولي. د دغه دفتر مشر وايي، د افغانستان اوسنی حکومت له ټولو قومونو جوړ دی او د ترهګرو ډلو د حضور په هکله زیاتوي چې تر دې دمه هېڅ کوم هېواد له افغانستانه نه دی ګواښل شوی او په راتلونکي کې به هم و نه ګواښل شي.

دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین وايي:«موږ تل ویلي چې د افغانستان په کله پرېکړې او قضاوتونه باید د نړۍ د ځينو مغرضو رسنیو د راپورونو پر بنسټ نه وي؛ بلکې د افغانستان په هکله راپورونه باید د ځمکنیو واقعیتونو پر بنسټ وي او اصلاح شي.»

که څه هم څو ورځې وړاندې، یوه برېټانوي څېړنیز بنسټ، د نشه‌يي توکو د کرکېلې پر وړاندې د افغانستان مبارزه بریالۍ بللې وه خو د ملګروملتونو امنیت شورا په دغه راپور کې ویل شوي چې په دې تړاو ژر قضاوت نه شي کولای.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تحلیل او څار ډلې دغه راپور له حقیقته لرې او بې بنسټه بولي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه