Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د تصوفي او عرفاني سبک د وروستي شاعر درېیم تلین

د غبرګولي ۲۱ د دري ژبې د هغه شاعر د مړینې ورځ ده چې د وروستي تصوفي شاعر په توګه یادېږي.

حیدري وجودي څه باندې ۵۰ کاله د هېواد د عامه کتابتون د لیکوالۍ او کلتوري برخه کې فعالیت وکړ.

د کابل په عامه کتابتون کې هغه ګوښی ځای چې د دري ژبې د تصوف دورې د وروستي شاعر میز اېښودل شوی، لاهم د پاموړ دی، حیدري وجودي پنځه لسیزې د درې ادبیاتو د پیاوړیتا لپاره پر کلتوري چارو بوخت و او ګڼ اثار ترې پاتې دي.

د عامه کتابتون د جرایدو او ورځپاڼو د تالار مدیر عبدالواحد قریشي وویل:«حیدري صاحب ډېری وخت د دولت له رسمي وخت څخه وروسته دلته د مولانا پېژندنې په حوزه کې تر ډېره پر خپلو څېړنو به بوخت و.»

هغه د شاعرۍ په برخه کې د عرفان سبک لاروی دی او شعرونه یې د فردي او ټولنیزې اصلاح په لټه کې دي.

د عامه کتابتون آمر فتح الله وافي څرګندوي:«هڅه یې کوله داسې کړۍ ولري، هغه ځوانان چې نوی یې شعر ویلو ته مخه کړې همکاري وکړي. په یاد مې دي، د هغه مهال د افغانستان راډیو کې د «جوانه های» شعر په پروګارمونو کې معمولاً دا ډول شعرونه اصلاح کول.»

شاعر او لیکوال نجیب بارور هم وايي:«د مولانا له مثنوعي او د بیدل پېچلو اشعارو په هکله د حیدري وجودي پوهه تر دې کچه وه چې د بېلابېلو پوهنتونونو د ادبیاتو استادان د درس کړۍ ته کېناستل.»

حیدري وجودي په ۱۳۱۸ لمریز کال په پنجشېر ولایت کې زېږېدلی و او خپلې لومړنۍ او  لوړې زده‌کړې یې په کابل کې پای ته رسولې وې.

هغه د ۱۳۹۹ کال د غبرګولي په ۲۱ د ۸۱ کلنۍ په عمر د کورونا ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړي.

عشق جواني، راهنمای منظوم پنجشیر، نقش امید، سالی در مدار نور، سایه معرفت، با لحظه‌های سبز بهار له نوموړي نه یو شمېر پاتې آثار دي.

حیدری وجودي هغه د شاعرۍ په برخه کې د عرفان سبک لاروی دی او شعرونه یې د فردي او ټولنیزې اصلاح په لټه کې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه