Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عبدالحی عابر: حکومت دې د خبریالۍ له ټولنې ملاتړ وکړي

خبریال او د دوبلې بنسټ اېښودونکی عبدالحی عابر د خپل د مړینې د شایعې په غبرګون کې وايي چې دغه اوازه حتا د ځينو معتبرو رسنیو له خوا هم خپره شوه.

ښاغلی عابر زیاتوي چې د ټولنیزو پاڼو کارونکو او ځینو رسنیو له کره معلوماتو پرته د نوموړي د مړینې د خبر خپرول له تمې لرې خبره نه ده.

خبریال او ژباړن عبدالحی عابر وايي:«هم خوشحاله شوم او هم د جګرخونۍ حس مې درلود چې خپلوانو زنګ واه او حتا بار یې نه کاوه چې دا خبر دې دروغ وي، ځکه دا له هغو سرچینو خپور شوی چې ډېرې معتبرې دي، که په انفرادي او کسیز ډول وګورئ طبعاً سړی باور کوئ؛ خو نړۍ مجازي ده ډېر داسې خبرونه راځي.»

ښاغلی عابر له سرپرست حکومته غواړي، د بیان د ازادۍ چې د تېرو دوو لسیزو لاس ته راوړنه ده، ملاتړ وکړي.

عبدالحی عابر څرګندوي:«د خبریالانو لاس دې یو اندازه پرانیستی پرېږدي، معلومات ورکړي، اطلاعات ورکړي ورته زمینه برابره کړي، په هېڅ صورت محدودیت ونه‌لګوي، ټول ژورنالیستي فعالیتونه که‌چېرې سل سلنه د خلکو او زموږ د ټولنې په ګټه دي د حاکم نظام په ګټه هم دي.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو میاشتو کې په خواله ‌رسنیو کې ناسم خبرونه په ځانګړې توګه د ځينو سندرغاړو او پېژندلو شویو څېرو د مرګ په هکله خبرونه زیات شوي دي.

ځينې بنسټونه چې د عبدالحی عابر د مړینې خبر یې خپور کړی د دغې شایعې د خپرېدو په غبرګون کې خواشیني څرګندوي.

د نی یا د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ مسوول محمد ظریف کریمي وايي:«د هغو اطلاعاتو پر بنسټ چې د ښاغلي عابر د همکارانو له خوا موږ ته ورسېدل او معتبرو رسنیو دې ته پوښښ ورکړ موږ له هغې ۲۴ ساعته وروسته وغوښتل چې د افغانستان د خبریالۍ ټولنې ته موږ هم د تسلیت او همدردۍ یو پیغام ولرو. خو له بده مرغه ځينې رسنۍ راغلې او زموږ د تسلیت له پيغامه یې د خبري سرچینې په توګه استفاده وکړه او خبري اړ یې ورکړ او د خبریالۍ په کار کې یې د کمزورۍ یو مورد څرګند کړ او له مسلکي پلوه هم زموږ او هم د رسنیو کار یې هم تر پوښتنې لاندې راوست.»

عبدالحی عابر په هلمند کې زېږېدلی او د افغانستان د رسنیو په تاریخ کې یې په لومړي ځل په مسلکي ډول دوبله دود کړه. عابر د رسنیو په برخه کې څه باندې ۳۰ کلنه کاري تجربه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه