Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بلېنکن: امریکا ته د افغان وګړو لېږد ته ژمن یوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي چې له افغان کډوالو د امریکا د ملاتړ تړون غځېدلی او تراوسه ۹۷ زره افغان وګړي امریکا ته لېږدول شوي دي.

ښاغلي بلېنکن په یوه خبري ناسته کې، د افغان کډوالو د ملاتړ تړون له لاسلیکولو وروسته ویلي چې واشنګټن غواړي نور افغان کډوال هم امریکا ته ولېږدوي او هڅې روانې دي چې د لېږد بهیر لپاره غوره لارې چارې وموندل شي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي:«د افغان کډوالو د لېږد په برخه کې زموږ کار لا پای ته نه دی رسېدلی. نن چې موږ کوم تړون لاسلیک کوو موږ ته لا زیاتې اسانتیاوې برابروي او کولای شو د افغانانو د رایستلو لپاره نورې غورې لارې هم پیدا کړو. موږ باید له هغو افغان کډوالو سره چې اوس‌مهال په امریکا کې دي او هغوی چې امریکا ته راځي، همکاري وکړو.»

ښاغلی بلېنکن همدا راز وايي، د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر میاشتې راهیسې یې ۲۴ زره افغان کډوالو ته په متحده ایالتونو او درې نورو هېوادونو کې کورونه ورکړي او څه باندې ۹۷ زره نور یې د امریکا په بېلابېلو سیمو کې ژوند کوي.

هغه په دې هکله زیاته کړه:«زه باید د خپل دولت له مشرتابه، سیمه‌ییزو او ایالتي شریکانو مننه وکړم، ځکه موږ د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر میاشتې راهیسې د دوی په مرسته او همکارۍ وکړای شول چې ۲۴ زره افغانانو ته په امریکا او درېیو نورو هېوادونو کې کورونه ورکړو. په ټوله کې ۹۷ زره افغانان د امریکا په متحده ایالتونو کې ژوند کوي. دوی ښوونځیو ته ځي، دندې لري او د امریکايي ټولنې یوه برخه ده.»

ورته مهال، په ابوظبۍ کې مېشت افغان کډوال وايي، یوازینۍ غوښتنه یې دا ده چې امریکا ته یې د لېږد بهیر ګړندی شي.

په ابوظبۍ کې مېشت افغان خبریال فریدون آژند وايي:«له بده مرغه د دې سربېره چې د امریکا دولت اعلان کړی چې د ابوظبۍ په کمپ کې د حاضرو افغان کډوالو کیسونو څېړنې ته به چټکتیا ورکوي؛ خو موږ د چټکتیا شاهد نه یوو.»

له افغان کډوالو د ملاتړ دغه تړون داسې مهال لاسلیک کېږي چې دم‌ګړۍ هم ګڼ شمېر افغانان په پاکستان او متحده عربي اماراتو کې له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي او څو ځلي یې په خپلو لاریونونو کې غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې امریکا ته ولېږدول شي. 

ښاغلی بلېنکن وايي، د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر میاشتې راهیسې یې ۲۴ زره افغان کډوالو ته په متحده ایالتونو او درې نورو هېوادونو کې کورونه ورکړي او څه باندې ۹۷ زره نور یې د امریکا په بېلابېلو سیمو کې ژوند کوي.

تصویر بندانگشتی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي چې له افغان کډوالو د امریکا د ملاتړ تړون غځېدلی او تراوسه ۹۷ زره افغان وګړي امریکا ته لېږدول شوي دي.

ښاغلي بلېنکن په یوه خبري ناسته کې، د افغان کډوالو د ملاتړ تړون له لاسلیکولو وروسته ویلي چې واشنګټن غواړي نور افغان کډوال هم امریکا ته ولېږدوي او هڅې روانې دي چې د لېږد بهیر لپاره غوره لارې چارې وموندل شي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي:«د افغان کډوالو د لېږد په برخه کې زموږ کار لا پای ته نه دی رسېدلی. نن چې موږ کوم تړون لاسلیک کوو موږ ته لا زیاتې اسانتیاوې برابروي او کولای شو د افغانانو د رایستلو لپاره نورې غورې لارې هم پیدا کړو. موږ باید له هغو افغان کډوالو سره چې اوس‌مهال په امریکا کې دي او هغوی چې امریکا ته راځي، همکاري وکړو.»

ښاغلی بلېنکن همدا راز وايي، د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر میاشتې راهیسې یې ۲۴ زره افغان کډوالو ته په متحده ایالتونو او درې نورو هېوادونو کې کورونه ورکړي او څه باندې ۹۷ زره نور یې د امریکا په بېلابېلو سیمو کې ژوند کوي.

هغه په دې هکله زیاته کړه:«زه باید د خپل دولت له مشرتابه، سیمه‌ییزو او ایالتي شریکانو مننه وکړم، ځکه موږ د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر میاشتې راهیسې د دوی په مرسته او همکارۍ وکړای شول چې ۲۴ زره افغانانو ته په امریکا او درېیو نورو هېوادونو کې کورونه ورکړو. په ټوله کې ۹۷ زره افغانان د امریکا په متحده ایالتونو کې ژوند کوي. دوی ښوونځیو ته ځي، دندې لري او د امریکايي ټولنې یوه برخه ده.»

ورته مهال، په ابوظبۍ کې مېشت افغان کډوال وايي، یوازینۍ غوښتنه یې دا ده چې امریکا ته یې د لېږد بهیر ګړندی شي.

په ابوظبۍ کې مېشت افغان خبریال فریدون آژند وايي:«له بده مرغه د دې سربېره چې د امریکا دولت اعلان کړی چې د ابوظبۍ په کمپ کې د حاضرو افغان کډوالو کیسونو څېړنې ته به چټکتیا ورکوي؛ خو موږ د چټکتیا شاهد نه یوو.»

له افغان کډوالو د ملاتړ دغه تړون داسې مهال لاسلیک کېږي چې دم‌ګړۍ هم ګڼ شمېر افغانان په پاکستان او متحده عربي اماراتو کې له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي او څو ځلي یې په خپلو لاریونونو کې غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې امریکا ته ولېږدول شي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه