Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اوسلو غونډې په دویمه ورځ په کومو موضوعګانو بحث وشو؟

د اوسلو غونډې یوه سرچینه طلوع‌نیوز ته وايي چې ګډونوالو د دغې غونډې په دویمه ورځ د ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو، د نړۍوالې ټولنې په وړاندې د اسلامي امارت د ژمنو، او د زده‌کړو پر مسایلو خبرې اترې کړې دي.

د دغې سرچینې په وینا، په دې غونډه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ (یوناما) مشرې رزا اوتونبایوا هم ګډون کړی دی.

د اوسلو غونډې په دویمه ورځ، د دوحې د هوکړې پر بنسټ د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو پر پېل هم بحث شوی دی. 

د سیاسي چارو شنوونکی احمد اندړ وايي:«په لومړي ګام کې باید د سیاسي وضعیت، د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ پر سیاسي تعامل ډېرې هڅې وشي. په هغه صورت کې چې د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ سیاسي تعامل رامنځته نه شي، په هېڅ صورت نه شو کولای چې د نړۍوالو بشرپاله مرستې هېواد ته راجلب کړو.»

په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي، د دفاع وزارت په استازیتوب مولوي روح الله او د کورنیو چارو وزارت په استازیتوب شمس الدین منصور آخندزاده او همداراز د ملت ګوند په استازیتوب جعفر مهدوي، د حزب اسلامي په استازیتوب امین کریم او د افغانستان د مدني، سیاسي او ښځو د ټولنو په استازیتوب کاوون کاکړ او قهرمانه کاکړ هم ګډون کړی دی.

د ښځو د حقونو فعاله نازیلا حسن‌زاده طلوع‌نیوز ته وویل:«د افغانستان په هکله نړۍوالې غونډې هغه مهال مشروعیت پیدا کوي چې په هغه کې د ښځو ونډه ننداریزه نه وي او د ښځو له سیاسي ګډونه ملاتړ وشي.»

ورته مهال په دې غونده کې د امریکا، برېټانیا، قطر، هند او پاکستان استازي هم حضور لري.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس وايي، د اسلامي امارت پلاوی به په دې غونډه کې د سرپرست حکومت د لاسته راوړنو او د بېلابېلو مسایلو په تړاو دریځ په ډاګه کړي.

سهیل شاهین په دې هلکه څرګنده کړه:«په هغو غونډو کې چې د افغانستان په هکله جوړېږي، د افغانستان د اسلامي امارت د حکومت د پلاوي ګډون اړین دی چې د افغانستان لازمي واقعیتونه او همدارنګه د اسلامي امارت دریځ نړۍوالو ته ورسوي او ځينې موضوعګانې او د هغه حل څرګند کړي.»
  
خو د دغه ډول غونډو جوړېدل به افغانستان ته څه ګټه وکړي؟

د سیاسي چارو شنوونکی عزیز معارج په دې هکله داسې وايي:«تر کومه بریده چې په دې هکله معلومات ترلاسه شوی او د بلل شویو نوملړ لیدل شوی او همدارنګه هغه زمزمه چې په اروپا کې کېږي، دا هم یوه سلیقه‌يي غونډه ده او د افغانستان په هکله کوم ځانګړی، ښه او اغېزناک اړخ نه لري او هغه کسان چې بلل شوي هم دي، هغه کسان دي چې ډيزاین شوي دي.»

د ویلو ده چې، د اوسلو غونډه د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په کوربتوب د تړلو دروازو تر شا د سې‌شنبې په ورځ پېل او تر پنجشنبې به دوام وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه