Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مور ورځ او په افغانستان کې د میندو ننګونې او ستونزې

د غبرګولي ۲۴مه په افغانستان کې د مور له ورځې سره برابره ده؛ خو ځينې ښځې په دغې ورځ د خپلو بنسټیزو حقونو د نه تامین کېدو په هکله اندېښنه څرګندوي.

په افغانستان کې ښځې وايي چې دم‌ګړۍ د زده‌کړو او کار حق ترې اخیستل شوی او دا محرومیت د دې لامل شوی چې د کورنیو اقتصادي ننګونې لا زیاتې شي.

د پنځو ماشومانو مور شکیلا د طلوع‌نیوز خبریال ته وویل:«اته بجې مارکېټ ته رسېږم. له هغې وروسته ترکاري وي یا مېوه وي اخلم او کراچۍ مې له سرایه راوباسم. مال په‌کې اېږدم او خرڅوم یې. د دې لپاره چې کارګر نه لرم او ګونډه یم. د کور کرایه او لګښت ورکوونکې یم او هر څه په ما دي.»

نورجان ضیايي هم وايي:«هغه مېرمنې چې لوستې وې او دندې یې لرلې، اوس په کورونو کې یې له افسردګۍ او خفګان پرته بل څه نه پيدا کېږي. د دې لپاره چې ۱۴ یا ۱۶ کاله یې تحصیل کړی بیا هم په کور ناستې دي.»

خو په دې ورځ کې د ګلانو د پلورونکو بازار تود شوی او په خواله رسنیو کې د مور په تړاو د مبارکۍ پیغامونه هم ډېر خپاره شوي دي.

پلورونکی عبدالوحید وویل:«د مور ورځ ده. خلک راځي او خپلو میندو ته ګلان وړي. په دې ورځ پېر او پلور ښه دی.»

پېرودونکی شېرمحمد څرګنده کړه:«ځوانان دې د مور او پلار په وړاندې ښه اخلاق ولري. میندې له خپلو اولادونو له دې ډېره غوښتنه نه‌لري.»

اسلامي امارت بیا وايي، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي او په وینا یې د شرایطو په برابرېدو سره به ښځو ته د زده‌کړو او کار اجازه ورکړ شي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه