په بامیان ولایت کې د ښځو د لاسي صنایعو او سیمهییزو (محلي) تولیداتو دوه ورځنی نندارتون جوړ شو.
د نندارتون جوړونکي وايي چې د دغه نندارتون د جوړولو موخه د ښځو له سیمهییزو تولیداتو ملاتړ او پلور ته د زمینې برابرول دي.
د نندارتون جوړونکی حسین عظیم یار د طلوعنیوز خبریال ته وویل:«دغه نندارتون په ټول کې د ۸۰ تنو لپاره جوړ شوی چې لس تنه یې نارینه او ډېری، ۷۰ تنه نورې یې سوداګرۍ ښځې دي.»
د بامیان د صنعت او سوداګرۍ آمر محمد نعیم رضایي هم څرګندوي:«ټاکل شوې چې دا ټول نندارتونونه ډېر ژر په بامیان او کابل کې هم جوړ شي.»
ورته مهال، یو شمېر متشبثې مېرمنې که څه هم د دغه نندارتون له جوړېدو خوښې دي، خو له چارواکو غواړي چې نورو هېوادونو ته د دوی د لاسي صنایعو د صادراتو زمینه برابره کړي.
ګډون کوونکې آنیتا محمودي وايي:«له دولت او ارګانونو هیله کوو چې په راتلوونکي کې هم د دغو نندارتونونو جوړول په پام کې ونیسي.»
یوه بله ګډون کوونکې معصومه ابراهیمي هم څرګندوي:«زموږ غوښتنه دا ده چې د دا ډول نندارتونونو جوړېدل زیات شي او حتا له هېواده بهر هم د دا ډول نندارتونونو جوړېدو زمینه برابره شي چې خپلې لاسي صنایع یوسو.»
بل خوا، دې نندارتون ته ځينې راغلي کسان له سرپرست حکومته غواړي چې د ښځو د کار و بار د غوړېدا په موخه ترې ملاتړ وکړي.
د نندارتون لیدونکې حوریه ماندګار وايي:«هره مېرمن چې دلته حضور لري او فعالیت کوي، کورنیو ته یې یو اقتصادي عاید دی، باید ملاتړ یې وشي.»
د یادونې ده چې دغه دوه ورځینی نندارتون د آغا خان بنسټ له لوري یو مهال په بامیان او دایکندي ولایتونو کې جوړ شوی دی.
په دې اړه مو اندونه