Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ریاست الوزرا له سرپرست سره د م.م سازمان د ځانګړي همغږي کوونکي لیده کاته

د ریاست الوزرا سرپرست مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو سازمان له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سنیرلي اوغلو سره په لیدنه کې ویلي چې اسلامي امارت په افغانستان کې ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو ته ژمن دی.

د اسلامي امارت په خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي سره په لیدنه کې، ټینګار کړی چې اسلامي امارت د متقابل درناوي په چاپېریال کې له نړۍ سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، مولوي عبدالکبیر له ښاغلي اوغلو غوښتي چې د دغه تعامل زمینه برابرونکی وي.

د ریاست الوزرا د سیاسي دفتر د مطبوعاتو رییس حسن حقیار وویل:«په دغې لیدنه کې د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د اعتماد جوړونې فضا، د افغانستان د خلکو لپاره د بشرپاله مرستو پر جلب او د دواړو لورو د اړتیا وړ موضوعګانو بحث او خبرې وشوې.»

د خبرپاڼې پر حواله د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي په دې کتنه کې ویلي، نړۍواله ټولنه غواړي چې له اسلامي امارت سره ښې اړیکې ولري.

د سیاسي چارو ځينې شنوونکي هم پر دې باور دي چې په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدل یوه اړتیا ده او  کولای شي چې په هېواد کې شته ستونزې حل کړي.

و د نړۍوالو اړیکو کارپوه لي فروزان په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«خو شرط یې دا دی چې د افغانستان د خلکو د واقعي استازو استازیتوب وکړي او ټولې پرېکړې د هغوی په لاس وي او له هغې لوړه مرجع نه وي.»

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمن شمال هم وايي:«نه یوازې دا چې د دوحې هوکړه‌لیک د هر مورد او نړۍوالو ټينګار په هغه وي؛ بلکې د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنه هم ده.»

تر دې مخکې، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رزا اوتنبایوا ویلي، په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت نشتوالی به د بې ثباتۍ لامل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه