Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو د امریکا بهرنیو چارو وزارت نوی راپور

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان مخکیني حکومت او اسلامي امارت ترمنځ د سولې خبرو اترو په هکله نه لېوالتیا، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د عملي کېدو یو له لاملونو څخه دی.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې له بیا بیا غوښتنو وروسته، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو د یوه راپور په خپرولو سره، په دې تړاو د امریکا د دولت تېروتنې په ډاګه کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې ټينګار شوی چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي او ډپيلوماټيک ماموریت پای، د افغانستان مخکیني دولت ته یې جدي زیانونه واړول.
  
د سیاسي چارو شنونکې ثریا پیکان په دې هکله وايي:«په دغه تړون کې حکومتولۍ طالبانو ته تسلیم شوې او امریکا په دغه تړون لیک کې یوازې خپلې ګټې په پام کې نیولي دي.»

په دغه راپور کې دغه راز راغلي دي، چې د وتلو له پرېکړې وروسته، امریکا هڅه وکړه چې د افغانانو ترمنځ د خبرو په پایله کې د یوه لنډمهالي حکومت پر جوړېدو له سلا کېدو سره، په دغه هېوا کې سوله رامنځته او خپل ډيپلوماټيک حضور ته دوام ورکړي، خو دغه موخه د کابل تر سقوط مخکې عملي نه‌شوه.

د دغه راپور له مخې، د ټرمپ او بایډن دولتونو په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت د پای ته رسولو په پرېکړې سره د افغانستان د مخکیني حکومت او د دغه هېواد د امنیت دوام ته جدي زیان رسولی دی.

بل خوا، د امریکا ولسمشر جوبایډن د یوې خبریالې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا مني، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرمهال تېروتنې شوې دي، داسې وایي:«په یاد به مو وي چې د افغانستان په اړه مې څه ویلي و؟ ویلي مې و چې القاعده به په افغانستان کې نه وي، ویلي مې و چې د طالبانو مرسته به راسره وي. اوس څه روان دي؟ څه تېرېږي؟ خبرونه ولولئ. زما خبرې سمې وې.»

له دې سره هم‌مهاله د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو د کمېټې رییس په یوې بیانیه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت دغه راپور بشپړ او د قناعت وړ نه بولي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو د کمېټې رییس مایکل مک کال څرګندوي:«د بهرنیو چارو وزارت و نه شوای کړی چې زما غوښتنه پوره کړي او د دغو اسنادو یوه کوچنۍ برخه یې خپره کړه، یعنې د دغو اسنادو له ټولټال ۸۷ مخونو یې یوازې ۲۴ مخه خپاره کړل او هغه روایت یې چې د دغه راپور لویه برخه جوړوي، په بشپړه توګه له منځه وړې وه.»

د سپېنې ماڼۍ ویانده کارین ژان ‌پیر هم وايي:«دغې ادارې په پرله‌پسې ډول له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه نوي معلومات وړاندې کړي. له موږه چې هر وخت معلومات غوښتل شوي، موږ وړاندې کړي او په دې اړه زرګونه پاڼې اسناد شته. له همدې امله، کله چې تاسو دغو معلوماتو ته ګورئ، یوازې حقایق دي چې تاسو ته وایي چې دغه حکومت له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو څومره روڼ او حساب ورکوونکی دی.»

د اسلامي امارت ویاند وایي چې خبرو اترو ته د کابل پلاوي د نه حاضرېدو له امله هغوی پوځي غوراوي کار واخیست.
    
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد زیاتوي:«موږ د دې غوښتونکي وو چې افغاني خبرې اترې پایله ورکړي او موږ په دوحه کې اغېزناکه مذاکراتي ډله لرله او شپږ میاشتې په تمه وو؛ خو پایله یې ورنه‌کړه، موږ پوځي حل ته مخه کړه.»

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي هم طلوع‌نیوز ته وايي:«که‌چېرې هغه وخت یو لنډمهالی حکومت رامنځته شوی وای، امریکا ډېر ژر هغه حکومت په رسمیت پېژانده او په پایله کې په افغانستان کې د نړۍوال بانک او مرستندویانو پراختیايي مرستې به دوام پيدا کړی وائ.»

د امریکا متحده ایالتونو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۳۱ مې له افغانستانه د خپل وروستي سرتېري په ایستلو سره د دغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوله.

تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې په افغانستان کې به د امریکایي ځواکونو د حضور پای ته رسېدل له افغانستان سره د دغه هېواد د تعامل نوی څپرکی پرانیزي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه