Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات جامع جومات پر بامونو د ډبرو لګولو چارې پای‌ته ورسېدې

د هرات د جامع جومات بامونه له یوې لسیزې وروسته په ډبرو فرش او چارې یې بشپړې شوې.

د دغه تاریخي جومات بامونه په اساسي ډول د تاریخي ابداتو انجینرانو له لوري په ډبرو فرش کړل شوي دي.

د هرات د لرغونو ابداتو د ساتنې مدیر زلمی صفا وايي: «د هرات جامع جومات چې د نړۍ په کچه د پنځوو تاریخي-مذهبي ابدو کې ثبت دی، د پلان له مخې یې سږ کال ۳۸۰۰ مټر مربع د خښتو او ډبرو فرشولو چارې پای‌ته ورسېدې.»

یو شمېر فرهنګ‌پالان د هرات لوی جامع جومات د اسلامي نړۍ او افغانستان تاریخي هویت بولي او پر ساتنه او پالنه یې ټینګار کوي.

د فرهنګي چارو کارپوه نهیک فلاح وايي: «د اسلامي نړۍ تاریخي هویت دی، له همدې اړخه د هرات جامع جومات یو ستر ملي او تاریخي ارزښت لري.»

د هرات لوی جامع جومات یو له هغو تاریخي ابداتو دی چې ډېری کورني او بهرني سیلانیان ترې لیدنه کوي.

یو شمېر هېوادوال له حکومته غواړي چې د بهرنیو سیلانیانو د جلب په موخه دې د دې تاریخي ابدې ټولې برخې مرمت او ورغوي.

د هرات اوسېدونکی اقبال شاه وايي: «خلک باید له دې ساتنه وکړي، یوازې یې دولت باید و نه‌کړي، خلک یې هم باید ساتنه وکړي.»

د نیمروز اوسېدونکی شاه محمد زیاتوي: «دا یو ډېر لوړ ارزښت لري، نه یوازې په کور دننه خلک، له هېواده بهر خلک یې هم لیدو ته راځي.»

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، د دې تاریخي ابدې د مرمت او بیارغونې چارې به په دوامداره توګه دوام وکړي.

د دغه ریاست په وینا، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د یوې طرحې له مخې به د دغه تاریخي جومات د کاشیو او ډبرو د ویجاړېدو مخه ونیول شي.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس نعیم‌الحق حقاني وايي: «وزارت به له خپلو امکاناتو سره سم، د هرات جامع جومات له کاشۍ نیولې تر بامونو او نورو اړتیا وړ برخو کې مرسته وکړي.»

د هرات لوی جامع جومات د اسلامي نړۍ یو له پنځو لویو جوماتونو شمېرل کېږي. دا جومات څه باندې اته سوه کاله تاریخي مخینه لري او د هېواد له مهمو تاریخي او لرغونو اثارو شمېرل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه