د افغانستان اسلامي امارت یوځل بیا له نړۍوالې ټولنې په ځانګړې توګه له امریکا غوښتي دي چې پر دوی لګول شوي بندیزونه لغوه شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي له نړۍوالې ټولنې سره د لاډېر تعامل لپاره اړتیا ده چې دغه محدودیتونه لېرې کړل شي.
ښاغلي مجاهد طلوعنیوز ته وویل:«۱۴ تر ۱۵ چارواکي دي چې د سفر ستونزه لري. له مخکې څخه هم وو، او وخت په وخت غځول (تمدید) شوي. او دا د هېڅ لوري لپاره ګټه نهلري. له نړۍ سره د تعامل د دوام لپاره او همدارنګه د افغانستان د پرمختګ لپاره د مشرانو سفرونه مهم دي.»
د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره سم، نړۍوالې ټولنې او په ځانګړې توګه امریکا پر سرپرست حکومت ډول ډول بندیزونه ولګول. په دغو بندیزونو کې، د افغانستان د شتمنۍ کنګل کول، د پیسو د لېږد پر بهیر محدودیتونه او د اسلامي امارت پر چارواکو د سفر بندیز شامل دي.
په دغو بندیزونو کې د امریکا او اروپايي هېوادونو له لوري د څه باندې ۹ مېلیارد ډالرو کنګل کول، بانکي محدودیتونه او بهر ته د پیسو پر لېږد بندیز
د اسلامي امارت پر ۱۵ چارواکو د سفر محدودیت شامل دي.
ورته مهال د اقتصاد وزارت وايي، د نړۍوالې ټولنې له لوري لګول شويو بندیزونو د افغانانو پر ژوند منفي اغېز کړی دی.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي:«د ځينو هېوادونو له لوري د فشار او بندیز سیاست پلي کولو، زموږ د هېوادوالو ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.»
خو؛ د سیاسي چارو ځينې شنوونکي بیا د لګولو شویو بندیزونو په تړاو بېلابېل لیدلوري لري.
د سیاسي چارو شنوونکی عزیز معارج په دې هکله وویل:«کهچېرې طالبان وغواړي له هغو شرطونو سره چې نړۍ پرې اېښي دي، د یوه خپلواک نظام په توګه اصلاحات راولي او شرایط ومني، کولای شي ادعا وکړي چې هغوی له تور نوملړه وباسي او د سفر محدودیتونه هم لېرې کړي.»
د اقتصادي چارو شنوونکی اذرخش حافظي هم وايي:«د افغانستان اسټراټېژيکې زېرمې چې د افغانستان د ملي پیسو نړۍوال ضمانت کوونکي دي، که څه هم ځنډول شوي دي؛ خو بیا هم د افغانستان ملي پیسې د دغو پیسو له امله د اعتبار له ښه ځایګي برخمنې دي.»
تر دې مخکې، ۱۹ امریکايي سناتورانو، کانګرس ته د یوې لایحې په استولو سره، بشري حقونو ته د نه درناوي له امله د اسلامي امارت پر چارواکو د لا زیاتو بندیزونو غوښتنه کړې وه.
په دې اړه مو اندونه