د جولای ۱۱مه د نفوس نړۍواله ورځ ده، له دغې ورځې سره هممهاله، د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټرش په نړۍ کې د ښځو او نحونو د حقونو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي په یوه ټویټ کې له نړۍ غوښتي د هغو ښځو او نجونو ترڅنګ ودرېږي او ملاتړ یې وشي چې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.
ښاغلي ګوټرش لیکلی:«راځئ، د نفوس د نړۍوالې ورځې په مناسبت او هره ورځ، د هغو نجونو او ښځو ملاتړ وکړو چې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.»
ورته مهال، د پلازمېنې ځينې اوسېدونکي چې په اوسني وضعیت کې ټولنیزو خدمتونو ته لاسرسی نهلري
د کابل اوسېدونکی فضل الرحمن د طلوعنیوز خبریال ته وايي:«د افغانستان په ځينو ولایتونو او کلو کې اصلاً برېښنا نشته. اوبه نشته، او روغتیايي خدمتونه نشته.»
د کابل بل اوسېدونکی منصور هم وايي:«نفوس زیات شوی. هوا ګرمه شوې او کثافات زیات شوي دي چې له دغو ډېرې ناروغۍ پيدا کېږي.»
د نفوس نړۍواله ورځ د هغو ستونزو د ډاګيزه کولو لپاره ده چې د نړۍوال نفوس له زیاتوالي سره ملي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان د موندنو پر بنست، د نړۍ نفوس څه باندې اته مېلیارد تنو ته رسېدلی دی.
د پوهنتون استاد محمد باقر محسني څرګندوي:«د نفوس زیاتوالی بېلابېلې پایلې لري؛ یوه دا چې د چاپېریال ساتنې پایلې لري؛ په کومه کچه چې نفوس زیاتېږي، په هماغو ټولنو کې د چاپېریال ساتنې ستونزې زیاتېږي او له بل لوري اقتصادي او ټولنیزې پایلې لري.»
د افغانستان د احصاییې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد د نفوس په اړه نوي معلومات نه دي ورکړي خو د رسمي سرچینو پر بنسټ په ۱۴۰۱ کال کې د هېواد نفوس څه باندې ۳۴ مېلیونه وو.
په دې اړه مو اندونه