د سویلي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یوه مرستیاله پر دې باور ده چې القاعده نهشي کولای د افغانستان له خاورې امریکا ته ګواښ پېښ کړي.
الیزابېت هورسټ کانګرس ته د وینا پر مهال د هغې پوښتنې په ځواب کې چې القاعده د امریکا پر وړاندې ګواښ دی که نه، وویل، په اوسني وضعیت کې القاعده له افغانستانه د امریکا پر وړاندې د ګواښ په توګه نهشي ګڼلی.
اغلې هورسټ وايي: «زه پهدې تړاو ویلی شم چې موږ نور پر دې باور نه یوو چې افغانستان دې د القاعده لپاره هغه مرکز وي چې امریکا ته ترې ګواښ پېښ شي.»
د پوځي چارو یو شمیر شنونکي بیا پر دې نظر دي چې سرپرست حکومت باید له نړۍوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له امریکا سره د باور جوړونې فضا جوه کړي.
د نظامي چارو شنونکی اسد الله ندیم وايي: «پهدې برخه کې باور جوړونه ډېره مهه ده، باید طالبان د امریکا په ګډون له نړۍ سره د باور جوړونې فضاء ته دننه شي.»
د نړۍوالو چارو شنونکی واحد فقیري وايي: «په افغانستان کې دننه باید د ترهګرۍ پر وړاندې کوټلي کامونه واخیستل شي، عملي او محسوس اقدامات وشي.»
تر دې مخکې، د امریکا ولسمشر هم ویلي وو چې د اسلامي امارت په همکارۍ یې په افغانستان کې د القاعده ډلې د نه حضور په تړاو وړاندوینې سمې وې.
په دې اړه مو اندونه