Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عباس ستانکزی: امریکا او ګاونډي هېوادونو د افغانستان هوايي حریم نقض کړی

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د امریکا او ګاونډیو هېوادونو له لوري د افغانستان د هوايي حریم پر نقضولو نیوکې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، د کابل په دشت برچي کې، د محرم د لسمې یا عاشورا ورځې د لمانځنې په مراسمو کې د وینا پر مهال وویل چي د ګاونډیانو او امریکا بې پیلوټه الوتکې باید د افغانستان پر فضا ګزمې و نه کړي.

ده زیاته کړه: « تاسې وینئ چې زموږ پر فضا بهرنۍ بې پیلوټه الوتکې چې حتی امریکايي نه دي او زموږ د ګاونډیو هېوادونو دي؛ ګرځي. موږ تر اوسه هغه حالت ته نه یو رسیدلي چې د دوی مخه ونیسو ځکه موږ ته هیڅ نه دي را پاتي.»

ښاغلی ستانکزی زیاتوي، اسلامي امارت له ګاونډیانو او د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښه تعامل غوښتونکی دی.

که څه هم نوموړی مني چې په اوسني نظام کې ستونزې شته خو په وینا یې د حل لپاره یې لا زیات وخت ته اړتیا ده.

هغه وویل : « نواقص شته، ستونزې په هره برخه کې وي، تاسې دا تمه مه لرئ چې یو کور څلویښت کلونه ویجاړ شوی وي، په شلو ورځو، یو کال یا دوو کلونو کې ودان شي.»

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال یو ځل بیا د نجونو زده کړې مهمې وبللې او په هېواد کې یې د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او پوهنتونو د بېرته پرانیستې غوښتنه وکړه.

شیر محمد عباس ستانکزي وویل : «د ښوونځيو دروازې دې له تبعیض پرته د ټولو افغانانو پر مخ چې شرعي او طبیعي حق یې دی، پرانیستل شي. اختلاف شته، زموږ په کلیو او لرې پرتو سیمو کې که تاسې وګورئ پنځه کسان به د ښوونځیو غوښتونکي وي خو دوه به یې مخالف وي.»

ښاغلی ستانکزی داسې مهال د افغانستان پر فضا د نورو هېوادونو د بې پیلوټه الوتکو د ګزمې خبره کوي چې تر دې مخکې، د دفاع وزارت د سرپرست په ګډون د اسلامي امارت یو شمیر نورو چارواکو هم د هېواد د هوايي حریم پر نقض نیوکې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه