Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د شهیدانو او معلولانو وزارت د شپږو میاشتو تنخوا د ورکړې ژمنه کړې

د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت طلوع نیوز ته وايي چې د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د شپږو میاشتو د معلولانو، یتیمانو او کونډو د تنخواګانو د ورکړې لړۍ يې پېل کړې ده.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي، چې په دې بهیر کې به د پخواني حکومت په ګډون ټولو معلولانو، یتیمانو او کونډو ته تنخواګانې ورکړل شي.

د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت ویاند فیصل خاموش وویل:«د معلولانو، یتیمانو او کونډو لپاره په ټول هېواد کې د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د شپږو میاشتو د معاش وېش لړۍ پېل شوې او هر یوه ته به په خپل نوبت سره معاشونه ورکړل شي.»

د دغه وزارت ویاند همداراز وايي، معلولانو ته د تنخواګانو د وېش بهیر د روڼتیا په موخه يې د مرکز په ګډون د هېواد په ۱۸ولایتونو کې ډیټابیس سیسټمونه فعاله کړي دي.

فیصل خاموش ټینګار کوي، چې څه باندې درې زره هغه کسان چې له دغه وزارته د تنخوا اخیستلو وړ نه وو، هم د ډیټابیس له سیسټمه ایستل شوي دي.

د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت ویاند زیاتوي:«تراوسه پورې د ډیټابیس سیسټم په ۱۸ ولایتونو کې فعال شوی، چې له دې ډلې کابل، جوزجان، غزني، لغمان، ننګرهار، هرات، بلخ او نور ولایتونه دي. د ډیټابیس سیسټم معلولانو، یتیمانو او کونډو ته د معاشونو وېش بهیر کې روڼتیا راولي.»

په ورته وخت کې ځينې معلولان د خپلو تنخواګانو د ورکړې پر روڼتیا او ګړنديتوب ټینګار کوي.

معلول محمد رستم وايي:«زه له اسلامي امارته غواړم، چې وړو معلولانو، یتیمانو او کونډو ته معاشونه ورکړي او په دې لړ کې باید روڼتیا ته ډېر پام وشي.»

د شهید وارث میرزا محمد هم وویل:«زما دوه ځامن شهیدان شوي دي او د دې دوه ځامنو کونډې هم راپاتې دي او له ډېرو ستونزو سره مخ یم. له شهیدانو او معلولانو وزارته غواړم، چې معاشونه يي ژر راکړي.»

معلول نور خان هم څرګندوي:«موږ معلولان له ډېرو ستونزو سره مخ یوو که دا د شپږو میاشتو معاشونه راکړي، نو زه حیران یم، چې زه په دې روپیو ځان ته دوا واخلم او که د کور مصارف پرې پوره کړم.»

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د هېواد ټولو معلولانو ته ډاډ ورکوي، چې د ټولو معلولانو، یتیمانو او کونډو حقونه به په راڼه ډول ورکړل شي او په دې پروسه کې به هېڅ ډول توپیري چلند ونه شي.

شریک یي کړئ