Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د معاشونو پر نه ورکړې د معلولینو نیوکې

یو شمېر معلولین وایي چې خپلو میاشتنیو حقوقو ته لاسرسی نه لري او بشري مرستې هم ورسره کمې شوي دي.

هغوی وایي چې له بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي او بشري مرستو ته اړتیا لري.

۶۲ کلن عبدالهادي چې د پخواني شوروي یرغل پرمهال یې یوه پښه په جګړو کې زیانمنه شوې، اوس د خپلې نهه کسیزې کورنۍ د لګښتونو پوره کولو وړتیا نه لري.

عبدالهادي، طلوع نیوز ته وویل: «له دې مخکې یې زموږ معاشونه راکول خو دوه کاله کیږي چې زموږ معاشونه یې نه دي راکړي. اوس مو هم عریضه کړې او راته ویلي یې دي چې تبدیلي وکړئ او کاپیسا ته لاړ شئ دلته کور لرئ. ما ورته وویل چې نا زه کابل کې کور نه لرم.»

معلول، اسدالله امرخیل وویل: «په دوو برخو یې ویشلي، دیرش زره روپۍ ورکړي یاد ۱۸ زره افغانۍ ورکړي، دا نورې پیسې هم باید ورکړي، معلولین بیوزله خلک دي.»

معلول، عبدالخلیل وویل: «زموږ او د ټولو معلولینو  غوښتنه دا ده چې معلولینو ته دې د کار او زده کړو زمینه برابره کړي ترڅو په ځان بسیا شي.»

د شهیدانو او معلولینو د شمېرو له مخې، په تېرو شپږو میاشتو کې له سل زره معلولینو سره مرستې شوي دي.

د شهیدانو و معلولینو چارو ویاند، فیصل خاموش وویل: «موږ په تېرو شپږو منیاشتو کې له څلور لکه یتیمانو، معلولینو او کونډو سره مرستې کړي دي او د هغوی حقوق مو ورکړي دي. ځیني خلک پاتې دي، که موږ بودجې ته پام وکړو ډېره بودجه مې ویشلې ده او لږه یې پاتې ده.»

د خوړو نړېوال سازمان په یو راپور کې ویلي چې افغانستان کې  یې له معلولینو سره د مرستې په موخه یوه طرحه جوړه کړې ده.

د دغه بنسټ په راپور کې راغلي: «د معلولیت خدماتو د نقشې اخیستنې راپور کولی شي چې، بشري فعالانو، د خدماتو رسوونکو او معلولینو سره د مرسته کوونکو بنسټونو سره مرسته وکړي چې په خپلو سیمو کې د معلولیت لرونکي کسان غوره خدماتو ته راجع کړي. د دې سربېره، دا سند کولی شي چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د خدماتو د رسولو له تکرار څخه مخنیوی وکړي.»

د شهیدانو او معلولینو وزارت شمېرو پر بنسټ، یاد وزارت سره تر دې دمه ۱۸۰ زره ۴۴۹ کسان ثبت شوي او د یادو کسانو د ثبت بهیر لا هم روان دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه