Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تبیان کلتوري مرکز د امنیتي بنسټونو له کړنو ستاینه وکړه

د تبیان د ټولنیزو او کلتوري فعالیتونو مرکز په هېواد کې د محرم په ورځو کې د سرپرست حکومت له لوري د امنیت د ټینګښت په پار ستاینه وکړه.
 
د دغه مرکز رییس سید عیسی حسیني په یوه خبري غونډه کې ټينګار کوي چې سرپرست حکومت او امنیتي بنسټونو د وروستیو کلونو پرتله د محرم د مراسمو ترسراوي لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي وو.

ښاغلي حسیني په دې هکله زیاته کړه:«په ټول هېواد کې زموږ ټول مجلسونه او محفلونه په بشپړ امنیت کې ترسره شول. حکومت او اړوندو امنیتي بنسټونو د محرم له ورځو مخکې ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي وو.»

د دغه مرکز رییس همداراز له سرپرست حکومته غواړي، چې په هېواد کې د اهل تشیع ژوند ته ډېره پاملرنه وکړي.

د تبیان د ټولنیزو او کلتوري فعالیتونو مرکز رییس سید عیسی حسیني وویل:«که‌چېرې دوام، واک او لويي ته د اسلامي امارت زړه وي او غواړي چې همدارنګه کلونه کلونه په افغانستان کې پاتې شي او افغانستان نورو هېوادونو ته د یوه الګو په توګه معرفي کړي د امام حسین له معارف او پیروانو یې ملاتړ وکړي او شیعیان په خپل څنګ کې ولري.»

ورته مهال اسلامي امارت د هېوادوالو ستونزو ته پاملرنه او د هغوی د امنیت تامین له خپلو مسوولیتونو ګڼي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«د لا ښه امنیت لپاره اسلامي امارت مسوولیت لري چې د خلکو امنیت ونیسي او په ځینو نورو مسایلو کې چې ستونزې رامنځته شوې وې او ځينو استفاده کوونکو کړیو هڅه کوله چې د محرم له مراسمو ناوړه استفاده وکړي او بې نظمي رامنځته کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې ځينو حسیني ویرجنو د محرم په میاشت کې د اسلامي امارت له خوا د ځینو محدودیتونو په لګولو نیوکه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه