Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له ماسټرۍ او دوکتورا وروسته هېواد ته د ۴۵۰ استادانو راستنېدل

د لوړ‌و زده‌کړو وزارت وايي چې د هېواد د پوهنتونونو ۴۵۰ استادان چې ۵۰ تنه یې ښځې دي او د زده‌کړو د دوام په پار له هېواده بهر ته تللي وو، بېرته هېواد ته راستانه شول.

په سپیدار ماڼۍ کې د دغه استادانو د راستنېدو په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم وایي چې ۳۵۰ نور استادان هم د لنډ مهالو او اوږدمهالو لوړو زده‌کړو لپاره له هېواده بهر ته لېږل شوي دي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په دې هکله وویل:«۴۵۰ استادان، هغه استادان چې د دوکتورا او ماسټرۍ پروګرامونو پسې بهر ته تللي وو، سفرونه یې کړي وو، هغوی بېرته هېواد ته راستانه شوي دي او الحمدالله چې په خپلو زده‌کړو باندې بوخت دي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیر خواه هم په دې هکله څرګندوي:«د استاد په کلیمه کې دا نغښتې ده چې ستا خیر به متعدي وي او بل چا ته به رسېږي، ته به شاګرد ولرې، ته به یو څوک تربیه کوئ او زه که بهر ته نیت کوم، ځان ته ځم زه د ځان استاد یم، بیا ما ته استاد نه ویل کېږي؛ ځکه زه مادیاتو په سې روان یم چې زما د کورنۍ او زما ګټه ده.»

بل خوا د ریاست الوزار سیاسي مرستیال وایي، چې اسلامي امارت د تخصص د غوراوي په برخه کې له محصلانو سره هېڅ مخالفت نه لري. مولوي عبدالکبیر دغه راز زیاتوي چې پخوا د هېواد پوهنتونونه د سفارتونو په فرمایش مخته تلل او ډېری اکاډمیک ځایونه د سیاسي موخو لپاره کارول کېدل.

 د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال زیاتوي:«څوک به تخصص په ډاکترۍ کې کوي څوک به یې تخصص په انجنیرۍ کې کوي موږ له دوی سره هېڅ ډول تضاد نه لرو زموږ مفکوره له دې سره په ټکر کې نه‌ده.»

اخوا، هېواد ته راستانه شوي استادان له اسلامي امارته تمه لري چې د دوی د تحصیل د مودې د معاشونو د ورکړې په برخه کې پاملرنه وکړي.
 
د بغلان پوهنتون استاد وحید الله شمال وویل:«زموږ د معاشونو په برخه کې چې د تېرو کلونو پاتې دي، کلونه کېږي چې په تمه یوو، یعنې څه باندې دوه کاله کېږي تراوسه زموږ معاشونه نه دي راکړل شوي.»

د تخار پوهنتون استاد هدایت الله هم څرګندوي:«د دوی معاشونه یو کال، له یوه کال څخه کمه موده کې، دوی نه ورکوي او پلمې یې دا دي چې پوهنتونونه بودیجه نه‌لري.»
 
خو د لوړو زده کړو وزارت د استادانو د ستونزو په تېره بیا د معاشونو د ورکړې او د هغوی د غصب شوو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو په برخه کې د شته ستونزو د حل ډاډ ورکوي.

بل خوا د ریاست الوزار سیاسي مرستیال وایي، چې اسلامي امارت د تخصص د غوراوي په برخه کې له محصلانو سره هېڅ مخالفت نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه