Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت د هېواد د خپلواکۍ ۱۰۴مه کلیزه ولمانځله

د اسلامي امارت جګپوړو چارواکو نن (شنبې، د زمري په ۲۸مه) د هېواد د خپلواکۍ ۱۰۴ کلیزه په دفاع وزارت کې ولمانځله.

دغه مراسم د اسلامي امارت د ځينو چارواکو له لوري د ازادۍ څلي مخې ته د ګلانو د ګېډۍ په اېښودو سره پېل شول.

په دغو مراسمو کې د هېواد د خپلواکۍ او یووالي پر ساتلو ټینګار وشو او له افغانستان سره د نړۍ د تعامل په هکله څرګندونې وشوې.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوی عبدالکبیر وویل:«دنیا اوس کوښښ کوي چې اسلامي امارت ته د تعامل لاسونه ور اوږده کړي؛ ځکه دنیا پوه ده، له دې پرته چې له اسلامي امارت سره موږ تعامل ونه کړو او اسلامي امارت ته د تعامل لاسونه اوږده نه کړو، زموږ لپاره بله د حل لار نشته.»
    
د ریاست الوزارء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم وايي:«د سیمې ملکونه یا کوم نور ملکونه چې اوس په ښکاره یا په پټه د افغانستان دغه فتوحات چې اوس موږ په کې یوو، چې تقریباً دا دی دوه کاله یې تېر شوي دي هغوی ته د زغملو وړ نه ده.»

بل خوا، د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سرپرستان دا ورځ د افغانستان په تاریخ کې مهمه بولي.
   
د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد وايي:«کوښښ کوو چې افغانستان نور د هر قسم ناخوالو او مشکلاتو څخه وساتو، ملت ته ډاډ ورکوو چې ان‌شاالله په خپل ټول توان سره به موږ هڅه کوو چې بیاځل افغانستان د جنګ، جګړو او ناخوالو تورو تاریکیو ته ور ونه‌ګرځېږي.»

د کورنۍ چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني هم څرګندوي:«دا درې امپراطورۍ چې په یوه پېړۍ کې خدای تعالی ماتې کړې او د غازي ملت سپېڅلی رول او د علماوو په برکت سره چې خدای پاک وربښلی دی.»

بل خوا، د اسلامي امارت ځيني چارواکي د هېواد د ازادۍ پر ساتلو ټينګار کوي.
 
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور وویل:«نه یوازې موږ او تاسې، بلکې هغه نسل یې را روان دی هغوی ته داسې تربیه ورکړو، بل وخت به موږ بیا نه یوو، چې د هغوی داسې فکر وي چې دا ازادي موږ وساتو، تعلیم او تربیه، عالي زده‌کړې، دیني مدارس، عصري مدارس خپل اینده نسل ته دا فرض ده چې خپل ازادي او خپلواکي وساتي.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست عبدالمنان عمري هم وايي:«یو شی چې د اسلامي نظام، دوام او استحکام مهم دی. هغه دا دی چې اسلامي نظام باید خپل سرې کرښې ولري، چې د هغو سرې کرو په احاطه کې اوسېدنه، د اسلامي نظام د استحکام او دوام سبب وي.»

په دې لړ کې د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د هېواد د خپلواکۍ د بېرته خپلولو د ورځې د مبارکۍ په پیغام کې یو ځل بیا له سرپرست حکومته د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانیستل کېدو او د افغانانو ترمنځ د خبرو د پېلېدو غوښتنه کړې ده.

بل خوا هېوادوالو په ټولنیزو شبکو کې هم د خپلواکۍ د ورځې په تړاو بېلابېل پيغامونه وړاندې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه