د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې په تېر یوه کال کې مو څه باندې ۵۳ زره هېوادوالو او بهرنیو وګړو ته د کار جوازونه وېشلي دي.
د دغه وزارت ویاند سمیعالله ابراهیمي ملت ته د دولت د حساب ورکونې په پروګرام کې وايي چې په وروستي یوه کال کې یې د ماشومانو د زده کړو، تخنیکي او مسلکي زده کړو او له بې وزلو او بې سرپرسته کورنیو سره د مرستې په برخو کې له پنځوسو کورنیو او بهرنیو موسسو سره نږدې اتیا هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.
هغه وویل:«په تېر کال کې مو له ۵۰ موسسو سره ۷۹ تړونونه لاسلیک کړي دي.»
د دغه وزارت ویاند وایي چې په وروستي یوه کال کې یې د همکارو بنسټونو او دولتي ادارو په مرسته نږدې څلور څلویښت زره تنو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو زمینه برابره کړې ده.
ښاغلی ابراهیمي زیاتوي:«په ۱۴۰۱ کال کې ۳۴ زره او ۷۷۴ تنو ته په مرکز او ولایتونو کې د همکارو او امارتي موسسو په همکارۍ، په مسلکي او تخنیکي مرکزونو کې د زدهکړو زمینه برابره شوې ده.»
بل خوا د کار او ټولنیزو چارو زوارت د تفتیش رییس وایي، چې ۱۵ هېوادونو ته یې د افغان کارګرانو د لېږلو په موخه هوکړه لیکونه لېږلي دي، خو له دې منځه یوازې درې هېوادونو، سریلاکار، متحده عربي امارتو او قطر لاسلیک کړي دي. رحیم الله صراح زیاتوي چې د وېزې د ستونزې په حل کېدو سره به دغو هېوادونو ته افغان کارګران ولېږي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تفتیش رییس رحیم الله صراح وايي:«درې دولتونو دغه هوکړه لیکونه لاسلیک کړي چې عبارت دي له سرېلانکا، عربي متحده امارات او قطر څخه.»
بل پلو، د دغه وزارت د انکشافي او حرفوي مرکزونو رییس واي چې اوسمهال په هېواد کې د حرفوي زده کړو ۱۳۰ مرکزونه شته او هر کال له دغو مرکزونو نه ۲۲ زره تنه د فراغت سندونه ترلاسه کوي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د انشکافي او حرفوي پروګرامونو رییس عبدالواحد فایز څرګندوي:«په ټول افغانستان کې په کال کې په اټکلي توګه موږ له مسلکي او تخنیکي برخې څه باندې ۲۰ زره، ۲۲ زره ځوانان فارغان لرو.»
د دغه وزارت د شمېرو له مخې، په هېواد کې تر پنځوسو ډير دارالیتامونه شته چې ډيری یې خصوصي دي او اته زره ماشومان یې تر سپرستۍ لاندې دي.