Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پوهنې وزارت: څه باندې ۱۰ مېلیونه زده‌کوونکي لرو

د پوهنې وزارت چارواکو نن (دوشنبې، د زمري په۳۰مه) د حساب ورکړي په پروګرام کې وايي چې د هېواد په کچه څه باندې ۱۰ مېلیونه زده کوونکي شتون لري چې څه باندې ۴ مېلیونه یې نجونې دي.

د دغه وزارت مرستیال کریم الله اخندزاده وايي په تېر یوه کال کې څه باندې یو مېلیون تنو نوې نوم‌لیکنه کړې چې له ۵۰۰ زرو زیاتې یې نجونې دي.

د پوهنې وزارت مرستیال کریم الله اخندزاده څرګنده کړه:«د زده‌کوونکو ټولیز شمېر ۱۰ مېلیونه او ۱۸۹ زره او ۶۳۴ تنو ته رسېږي چې ۴ مېلیونه او ۲۴۵ زره او ۷۴ تنه یې نجونې دي.»

د دغه وزارت مرستیال زیاتوي، تېر کال د ټول هېواد په کچه ۱۲۱ نوي ښوونځي جوړ شوي او په افغانستان کې اوس مهال څه باندې ۱۸ زره ښوونځي شته.

د کریم الله اخندزاده په وینا، پوهنې وزارت له نورو مرستندویه بنسټونو سره په همغږۍ هم سل زرو کسانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

کریم الله اخندزاده زیاتوي:«د هېواد په کچه ۱۲۱ نوي ښوونځي تاسیس شوي چې د نویو تاسیس شویو ښوونځیو له جوړېدو سره، د ټولو دولتي او خصوصي ښوونځيو شمېر ۱۸ زره او ۱۰ ښوونځيو ته رسېدلی دی.»

د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین مرستیال بیا په ۳۴ ولایتونو کې د شهادتنامو د وېش په بهیر کې له روڼتیا خبر ورکوي.

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین مرستیال عبدالخالق صادق وايي:«موږ له افغان پوسټ سره هوکړه لیک لاسلیک کړی چې هر زده‌کوونکی او له دولسم ټولګي هر فارغ په خپل ولایت، ولسوالۍ او په خپل کلي کې شهادت نامه ترلاسه کړي.»

د دغه وزارت د ورکړ شویو معلوماتو له مخې، دم‌ګړۍ د وزارت تشکیلات څه باندې ۲۸۹ زرو ته رسېږي او د اسلامي امارت د کابینې له لوري ورته ۱۰۰ زره نوي بستونه هم منظور شوي چې د وزارت ټول تشکیل به ورسره نږدې ۴۰۰ زرو ته پورته شي.

خو دغه وزارت ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام په لړ کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو د پرانیستې په اړه هېڅ و نه ویل. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه