Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حنفي:د هېواد لېرې پرتو سیمو ته د زده‌کړو پراختیا د ا.ا له مسوولیتونو څخه ده

د ریاست الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي وايي چې، اسلامي امارت د عصري زده‌کړو مخالف نه‌دی او د هېواد لرې پرتو سيمو ته د زده کړو پراختیا د اسلامي امارت له مسووليتونو څخه ده.

ښاغلی حنفي د پوهنې وزارت د مرکزي او ولایتي رییسانو تر منځ د همغږۍ او تجاربو د شریکولو په غونډه کې دغه راز د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې خپل مسوولیتونه په ښه توګه ترسره کړي او له خلکو سره ښه چلند وکړي.

عبدالسلام حنفي وویل:«ټول چارواکي له الف تر یا پورې باید خپل مسوولیت ته په جدي توګه متوجه وي، دا چې خدای مه‌کړه الله تعالی ته مسوول نه‌شي.»

د رییس الوزراء اداري مرستیال په هېواد کې د زده‌کړو د کیفیت پر لوړولو د ټینګار سربېره وايي، په تېر کې خیالي ښوونځي او استادان وو؛ خو اوس دغې برخې ته په جدي توګه پام شوی دی.

د پوهنې وزارت سرپرست هم وايي، په تېرو شلو کلونو کې د دیني او عصري زده‌کړو د کیفیت کچه ټيټه وه؛ خو اوس هڅې کوي چې، په هېواد کې د زده‌کړو کیفیت ښه کړي.

د پوهنې وزارت سرپرست سید حبیب الله اغا وايي:«د افغانستان د خلکو د بچیانو راتلوونکی، د هغوی روزنه، د هغوی ته سم ذهنیت ورکول او سمه فکري اصلاح، دا زموږ او تاسو مسوولیت دی.»

په دې غونډه کې د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست وویل، په ادارو کې کسان باید د استعداد له‌مخې وګومارل شي او په وینا یې نه‌ښايي چې، کسان د اړیکو او ملګریتوب له‌مخې وګومارل شي.

نوموړي د سرپرست حکومت کارکوونکو ته په خطاب کې وویل، د خپلو دندو د ترسره کولو په برخه کې صادق واوسي او له خپلو مشرانو اطاعت وکړي.

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم وویل:«په اسلامي نظام کې د شریعت له پلوه په لومړۍ درجه کې د مسلمانانو د امیر مکلفیت دا دی، کله چې کوم مسوول ګوماري داسې کس غوره کړي چې د هغه کار اهلیت او وړتیا ولري.»

د پوهنې وزارت سرپرست همداراز وايي، حکومتولۍ د دیني عالمانو حق دی او په وینا یې لاتر اوسه د دیني عالمانو دغه حق غصب شوی وو.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له‌مخې، د هېواد دیني مدرسو ته یو نصاب جوړ شوی او د ښوونځيو پر نصاب هم کار روان دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه