Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پخواني حکومت چارواکو ته د خوندیتوب د کارټونو وېش

له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون د تېر حکومت چارواکو ته د خوندیتوب کارتونو له وېش خبر ورکوي.

د دغه کمېسیون ویاند احمد‌الله وثیق د دغو کسانو د سر او مال پر خوندیتوب د ټینګار ترڅنګ وايي، دغه کارتونه به د سیاسي او نظامي شخصیتونو په ګډون د تېر حکومت پر چارواکو و وېشي.

افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون ویاند وايي:«یوشمېر هغه شخصیتونه دي چې له هېواد څخه نه دي وتلي؛ خو په تېر نظام کې دوی په لوړو او ټیټو څوکیو وظایفو باندې کار کړی او په هېواد کې پاتې شوي له خپلو کورنیو سره، هغوی ته هم تازه د کارټ ورکولو لړۍ پېل شوه چې تېره ورځ هم موږ یو شمېر هغو کسانو ته چې په تېر نظام :ې یې دندې ترسره کړې وې، په ولسي جرګه کې، په مشر رانو جرګه کې او پارلمان د غړو په کچه باندې کسان نو ته د مسوونیت کارټونه ورکړل شول.»

د سیاسي چارو شنوونکي رییس محمدي‌زاده وویل:«د کارټونو سربېره هم کېدای شي چې وځورول شي او یا ځورېدلي وو، ځینې راپورونه رسېدلي و، اړینه خبره دا ده چې باید د دغو کارټونو لپاره احترام قایل شي، دا کارټ چې له هر چاسره وي د هر چا له خوا نه چې ورکړل شوي وي، باید د هر مجاهد چې په هره سطحه باندې وي او په هر ځای کې چې وي، ده ته باید احترام قایل شي.»

په تېر حکومت کې د برېښنا شرکت مخکینی رییس چې تېر کال هېواد ته راستون شوی، له راستنېدو وروسته یې شخصي کار و بار ته مخه کړې ده.

امان الله غالب، له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون له لوري د مصونیت کارتونو د وېش په تړاو داسې نظر لري:«زه عادي راستون شوم ځکه ومې ویل چې د چا بلنې ته اړتیا نشته ولې خو له افغانستانه بهر چې وئ یوه بله اندېښنه در باندې اضافه کېږي او دا اندېښنه طبیعي ده.»

یو شمېر هغه کسانو چې له تحول وروسته له هېواده وتلي بیا وايي، کوم کسان چې بېرته هېواد ته ستانه شوي باید د کار زمینه ورته برابره شي.

بهر مېشتی د سیاسي چارو شنوونکی اختر راسخ وايي:«دغه اداره باید ټولو افغانانو ته بلنه ورکړي چې راشي او په هېواد کې په ټولو سیاسي، نظامي، ادبي او نورو برخو کې کار وکړي او خپلو خلکو او هېواد ته خدمت وکړي.»

بهر مېشتی پخوانی سرتېری امیرخان متقي هم څرګندوي:«ډېری کسان په بهر کې صفاکار، ګارسون شول چې اندازه پیسې پیدا کړي او خپله نفقه پیدا کړي چې د دا ډول وضعیت لایق نه‌وو.»

له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون د ورکړ شویو معلوماتو له مخې، د دغه کمېسیون له جوړېدو تر دې دمه، د تېر نظام د جنرالانو، ولسي جرګې غړو او علمي شخصیتونو په ګډون څه باندې ۶۵۰ چارواکي بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه