Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي رفاه موسسه: د افغانستان اوسنۍ ننګونې ګډ کار ته اړتیا لري

د اسلامي رفاه موسسې اجرائیه رییس وسیم احمد له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې نړۍ نه‌شي کولای د تل لپاره له افغانستان سره اړیکې ونه‌لري.

د اسلامي رفاه اجرايي رییس په دغې مرکه کې زیاته کړې چې د افغانستان د اوسنیو ننګونو او ستونزو د حل لپاره اړتیا ده چې په ګډه کار وشي.

وسیم احمد په افغانستان کې د ښځو پر زده‌کړو هم ټینګار کړی دی.

هغه طلوع‌نیوز ته وویل:«زه فکر نه‌کوم چې دا وضعیت دې د اوږدمهال لپاره پاتې شي، ځکه نړۍ اوس په یوه کلي بدله شوې او موږ نه‌شو کولای چې تر ډېره له یوه هېواد سره بې اړیکو پاتې شو. باید د حل لارو د موندلو لپاره په ګډه کار وکړو. دا کار کېدونکی دی او موږ له خپلو شریکانو سره په خبرو کې لیدلي چې په دې برخه کې هیله‌مني شته.»

د دغه بنسټ اجرايي رییس زیاتوي چې دغه سازمان په تېر زیږدیز کال کې په افغانستان کې ۱ اعشاریه ۵ مېلیونه وګړو ته مرستې رسولې دي.
وسیم احمد بیا په افغانستان کې د مرستې رسولو لپاره د روان کال بودیجه ۳۰ مېلیونه پونډه بولي چې په پام کې ده ۶۰ سلنې یې په افغانستان کې په اوږدمهالو او منځ‌مهالو پروژو کې ولګول شي.

وسیم احمد زیاتوي:«لکه څرنګه چې مې مخکې هم وویل، د اسلامي رفاه سازمان له کلونو بلکې لسیزو راهیسې د ټولنې اړتیاو ته رسېدنه کړې. یوازې تېر کال موږ په افغانستان کې ۱ اعشاریه ۵ مېلیونه وګړو ته مرستې رسولې دي. موږ په ۱۵ ولایتونو کې د ټولنو ستونزو اوږد مهاله حل لارې پیدا کړې دي.»

د اسلامي رفاه اجراییه رییس، ښځینه کارکونکې د دغه بنسټ د پروژو مهمه برخه بولي او په هېواد کې د ښځو پر کار ټینګار کوي.

هغه وايي:«موږ پر دې باور یو چې ټولې نجونې او هلکان باید زده‌کړو ته لاسرسی ولري. موږ به په دې برخه کې له ملي او نړۍوالو بنسټونو او مسوولو چارواکو سره کار وکړو چې څرنګه کولای شو د ځوانانو هلکانو او نجونو لپاره د فرصت رامنځته کولو په موخه سرچینې برابرې کړو څو دوی خپلې کاري موخې تعقیب کړي.»

د اسلامي رفاه موسسه په ۴۰ هېوادونو کې خلکو ته مرستې رسوي او په ۲۰۰۰ زیږیز کال کې یې په افغانستان کې هم خپل دایمي دفتر پرانیستی او ۱۵ ولایتونو کې د څه باندې ۲۳ کلونو راهیسې د زده کړو په ګډون په بېلابېلو برخو کې مرستې رسوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه