Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکا سولې انسټیټیوټ: ا.ا د سیمې د قدرتونو د ملاتړ سرچینې موندلې دي

د امریکا متحده ایالتونو د سولې انسټيټیوټ له اسلامي امارت سره د سیمه ییزو قدرتونو مثبت تعامل ته په اشارې سره وایي طالبانو « د چین په ګډون د سیمه ییزو قدرتونو د ملاتړ» نوې سرچینې موندلي دي.

دغه انسټيټیوټ دغه راز زیاته کړې ده، چې طالبان د بشري حقونو او ټولګډوني حکومت د جوړېدو په تړاو د لویدیځ د غوښتنو تسلیمېدو ته لږ دلایل لري.

د امریکا د سولې انسټيټیوټ و ویل: «د چین او نورو سیمه ییزو قدرتونو په ګډون د ملاتړ په نویو سرچینو سره، طالبان د بشري حقونو یا د خپل حکومت د ټولګډنوالي په تړاو د لوېدیځ غوښتنو ته د غاړې اېښودو لپاره لږ دلایل لري.»

د نړۍوالو چارو شنونکي، نجیب الرحمن شمال طلوع نیوز ته و ویل: هیله من یو چې د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت، د یوناما د ماموریت د یوه کال غځېدو سره په خپلو پالیسیو او نړۍوال تعامل په برخو کې بدلون راوړي او د بشري او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په ورکړې سره یوازې د تعامل لپاره نه بلکې د رسمیت پیژندنې په موخه هم کار وکړي.

بلخوا، د اسلامي امارت ویاند د چین او روسیې په ګډون د سیمې له هېوادونو سره د سرپرست حکومت اړیکې ښې بولي او وايي، اوسمهال په ۲۲ هېوادونو کې د اسلامي امارت سفارتونه او ډیپلوماټيک ماموریتونه فعالیت لري.

ذبیح الله مجاهد دغه راز زیاتوي چې  لويدیځ باید له فشار پرته له اسلامي امارت سره مثبت تعامل ته مخه کړي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد و ویل: لویدیځ هم باید د بهانو لټولو او د فشار راړولو پر ځای تعامل ته مخه کړي. د دغه انسټیټیوټ وړاندوینه د هغوی لپاره یوه ښه توصیه ده. فرصتونه باید ضایع نشي. د ډيپلوماټيکو اړیکو له لارې کولای شو هغه مسایل چې په افغانستان کې حل شوي نه دي، حل لارې یې پیدا کړو.

اخوا، د سیاسي چارو شنونکي پر دې باور دي چې اسلامي امارت باید د بې پرې سیاست له مخې، د امریکا په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري.

د سیاسي چارو شنونکی، محمد متین محمد خیل وايي: ډيره مهمه ده چې اسلامي امارت خپل متوازن سیاست د سیمې لرې او نږدې هېوادونو ته ورسوي. ټولو هېوادونو ته دا وښايي چې د ښو او سوله ییزو اړیکو له لارې ورسره مخ ته تګ غواړي. ځکه چین او امریکا لیدل کیږي چې له افغانستان سره څه ډول پالیسي لري او دغه هېوادونه کولای شي په افغانستان کې پانګونه وکړي.

یوه بل سیاسي شنونکي او پخواني ډيپلوماټ، عزیز معارج بیا و ویل: په اړیکو کې باید بېلانس په پام کې ونیول شي  او اړیکې باید داسې را جوړې شي چې دواړه خواوې پکې له پامه و نه غورځول شي.

تر دې وړاندې فارن افیرز امریکايي مجلې لیکلي وو، چې د سیمې هېوادونو تر اوسه د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. خو بیا هم دغه هیوادونه له اسلامي امارت سره د نږدې تعامل غوښتونکي دي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد دغه راز زیاتوي چې لويدیځ باید له فشار پرته له اسلامي امارت سره مثبت تعامل ته مخه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه