Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له افغانستانه د امریکا د وتلو له پرېکړې د انټوني بلېنکن ملاتړ

د امریکا د بهرنیو چار وزیر انټوني بلېنکن له سي‌ان‌ان شبکې سره په مرکه کې له افغانستانه د وتلو په اړه وایي چې د دغه هېواد ولسمشر سخته خو سمه پرېکړه کړې ده.

انټوني بلینکن د کابل په هوايي ډګر کې د وژل شويو سرتېرو د کورنيو د نيوکې په غبرګون کې وايي، چې د بایډن حکومت له افغانستانه د وتلو پر مهال د داعش د بريد په ګډون ټول اړخونه څاري.

 انټونیو بلینکن ویلي:«ولسمشر د امریکا د ۲۰ کلنې اوږدې جګړې د پای ته رسولو په تړاو یوه ډېره ستونزمنه او مهمه پرېکړه وکړه او موږ نه‌شو کولای چې د ۲۰ کلونو په څېر یو بل نسل هم جګړې ته ولېږو، نو موږ سم کار وکړ او البته موږ د هغې پرېکړې ټولو اغېزو ته ګورو چې کړې مو ده.»

بل خوا، د امریکا متحده ایالتونو د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر له سي ان ان سره په مرکه کې ویلي دي، چې د بایدن د حکومت یو شمېر غړي له افغانستانه د وتلو په تړاو د ځواب ویلو لپاره ورغواړي.                                  

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس مایکل مکال څرګندوي:«موږ غواړو چې له جین ساکي سره خبرې وکړو، هغه پیغام چې هغې له سپینې ماڼۍ وړاندې کړ، له هغه څه سره توپیر درلود چې په میدان کې پیښ شوي وو، جان کربي وویل چې هلته هېڅ وسله پاتې نه ده، په داسې حال کې چې د ۷ ملیارد ډالرو په ارزښت وسلې پاتې دي، زه یې ډول او دغه راز ارزښت درښودلای شم، د هغې ترڅنګ به، نډ پراېس هم راوغوښتل شي.»

بل پلو، اسلامي امارت وایي، چې په افغانستان کې د امریکا حضور د دواړو هېوادونو لپاره له زیانه ډک و.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«دواړه لورو ته ډېر زیانونه واوښتل. امریکا او متحدانو یې له بشري او اقتصادي پلوه ډېر زیانونه ولیدل او په افغانستان کې هم یو ستر ناورین دوام درلود. زموږ په لسګونه زره هېودوال شهیدان او بې ځایه شول.»

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۲۶مه، د کابل پر هوايي ډګر په ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکايي پوځیان او تر ۱۰۰ ډېر افغانان ووژل شول، چې د دغه برید مسوولیت داعش ډلې ومانه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه