Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نیکي هیلي: امریکا د افغانستان په جګړه کې ناکامه شوه

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو نومانده نیکي هیلي وایی افغانستان کې د دغه هېواد ماموریت ناکام و. 
 
نیکي هیلي د امریکا په رالي ښار کې په خپل ټاکنیز کمپاین کې دغه راز ویلي چې په افغانستان کې یې د هېواد ناکامي لامل شوه څو د روسیې او اوکراین، اسرایلو او حماس ترمنځ جګړې، د شمالي کوریا له لوري د بالستیک توغندیو د ازمایښتونو زیاتوالی او د امریکا پر بېخ بناوو د چین سایبري بریدونه ترسره شي.

د امریکا د ولسمشرۍ جمهوري غوښتونکې نومانده، نیکي هیلي ویلي:« نړۍ د کلیمې په واقعي مانا په اور کې ده. تاسو په اروپا کې جګړه لرئ، په منځني ختیځ کې جګړه لرئ، شمالي کوریا بالستیک توغندي ازمایي چې کولای شي متحده ایالتونه موخه وګرځوي، چین زموږ پر بېخ بناوو سایبري بریدونه ترسره کوي. موږ د روسیې پټې سپوږمکۍ لرو، او نشو کولای ووینو چې هغوي څه کوي. تیروتنه ونکړئ، که موږ په افغانستان کې ناکامي نه درلودای دا هېڅ هم نه رامنځته کیدل.»

اسلامي امارت هم په هېواد کې د امریکا متحده ایالاتو او هغې د ملګرو د شل کلن حضور په تړاو داسې لیدلوری لري.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد وویل: « په افغانستان کې د امریکا ماتې بې له شکه چې په دغه جغرافیه کې د دوي د تېروتنو او نا سمو سیاستونو ځواب او بیه وه.»

د سیاسي چارو شنونکي، شمس الرحمن خپلواک هم وویل:« دا خبره تر یوه حده ریښتیا ده ځکه روسیه، چین او ایران ټولو خپلې ګټې وکړې او د امریکا د کمزورۍ نقطه یې پیدا کړه.»

تر دې وړاندې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي وو چې په افغانستان کې د امریکا د ۸۵ میلیارده ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات پاتې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه