Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کورنیو چارو وزارت: ترکیه د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي

په کابل کې د ترکیې سفیر د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سراج الدین حقاني سره په لیدنه کې ویلي چې په نږدې راتلوونکي کې به په اسټانبول ښار کې د افغانستان په تړاو غونډه جوړه شي.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې لیکلي چې په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ارګینای ډاډ ورکړ هڅه کوي چې په نږدې راتلونکي کې په استانبول کې له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو غونډه ترسره شي.

جهاد ارګینای زیاته کړې، چې هېواد یې هڅه کوي د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ تعامل زیات شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وویل:«د ترکیې سفیر د دې په څرګندولو سره چې مرستندویه هېوادونه په نږدې راتلوونکي کې له افغانستان سره به د مرستې په موخه یوه غونډه جوړه کړي، ژمنه وکړه هڅه کوي چې په دغې ناسته کې د ګډون کوونکو پاملرنه جذب کړي چې خپلې بشرپاله مرستې د افغانستان د پراختیا لپاره زیاتې کړي.»

د چارو ځينې شنوونکي بیا د کابل او نړۍ ترمنځ د اړیکو په رغېدو او ښه والي کې د ترکیې رول مهم ګڼي.

د نړۍوالو اړیکو کارپوه واحد فقیري په دې هکله څرګندوي:«ترکیه کولای شي د طالبانو او نړۍ ترمنځ یو پل شي او د اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ یوه ډپيلوماټيکه اړیکه ټينکه کړي.»

کابل کې د ترکیې سفیر همدا راز زیاته کړې چې ترکیه به هڅه وکړي چې د استانبول په راتلونکې غونډه کې ګډون کوونکي هېوادونه پر دې قانع کړي چې له افغانستان سره بشري مرستې پر پراختیايي مرستو بدلې کړي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه