Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ترکیې سفیر له افغانانو سره د انقرې د همکارۍ خبره کوي

د افغانستان لپاره نوي پېژندل شوي سفیر جنک اونال نن (دوشنبې) په یوه پروګرام کې ویلي چې هېواد یې د افغانستان له خلکو سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ او نظر ورکړې ته چمتو دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې د ازموینو ملي ادارې یو پلاوی تازه کابل ته راغلی چې د افغانستان د کانکور ازموینې د اخیستو سیسټم پر نوي کولو کار وکړي.

ښاغلي اونال په دغه پروګرام کې وايي:«موږ چمتو یوو چې له افغانانو سره په هره برخه کې همکاري وکړو. موږ ته دا ارزښت لري چې افغانستان یوازې په یوه برخه کې نه بلکې د اړیکو او پرمختګ له پلوه په هره برخه کې پیاوړی کړو، موږ ظرفیت لوړونې ته ډېر ارزښت ورکوو او په دې برخه کې ډېره تجربه هم لرو.» 

د ازموینې ملي ادارې رییس هم په دغه غونډه کې د ازموینو د سیسټم نوي کولو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د ترکیې پر همکارۍ ټینګار وکړ.

د ازموینو ملي ادارې رییس عبدالباقي حقاني وویل:«د ترکیې هېواد دې د نظام په هره برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او په ځانګړې توګه په تعلمي او تحصیلي برخه کې.»

د ترکیې د اوسيم ادارې رییس په دغه جوړ شوي پروګرام کې وايي، په نوي سیسټم کې ډېر امکانات شتون لري.

د اوسيم ادارې رییس هلیل شنګون څرګندوي:«په ترکیه کې زموږ لپاره تر ټولو ستره ازموینه د کانکور ازموینه ده. هر کال په‌کې د ښوونځي ۳ مېلیون فارغان ګډون کوي او هر کال د هغوی لپاره ۵۰ زره نوي سوالونه جوړېږي. موږ چمتو یوو چې د ازموینو د سیسټم په پلي کولو او د ازموینو د ملي ادارې د پیاوړتیا په موخه د دغې ادارې له مسوولینو سره کار وکړو او خپلې تجربې ورسره شریکې کړو.»

تر دې مخکې د ازموینو ملي ادارې سرپرست ویلي و چې د لا زیاتې روڼتیا لپاره به د کانکور ازموینې د اخیستو سیسټم نوی کړي.

د ترکیې د ازموینو ملي ادارې یو پلاوی تازه کابل ته راغلی چې د افغانستان د کانکور ازموینې د اخیستو سیسټم پر نوي کولو کار وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه