د تېر حکومت د کورنیو چارو وزارت ځينې پوځيان د اسلامي امارت له کورنیو چارو وزارته غواړي چې د هغوی د جلب او جذب په برخه کې اقدام وکړي.
محمد رفیع ۴۱ کلن دی او ۱۷ کاله یې په بېلابېلو ولایتونو کې د تېر حکومت د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دنده ترسره کړې ده.
هغه وايي د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته یې څو ځلې کورنیو چارو وزارت ته مراجعه کړې خو هېڅ پایله یې نه ده لرلې.
محمد رفیع طلوعنیوز ته وویل:«موږ په کورنۍ کې اته کسه یوو زموږ اقتصاد ښه نه دی له کورنیو چارو وزارت او اسلامي امارته غواړم چې د ترافیکو په ریاست کې یوه دنده راکړي چې ځان، کورنۍ او هېواد ته خدمت وکړم.»
د تېر حکومت بل سرتېری هېواد هم څرګندوي:«موږ غواړو چې په دغه حکومت کې هم دنده ترسره کړو موږ ته کوم ستونزه نهده او توپیر هم نهکوي موږ په دواړو کې دنده ترسره کړې وه او ترسره کوو یې.»
اخوا، د پوځي چارو ځينې شنوونکي په اوسني نظام کې د تېر حکومت د دفاعي او امنیتي سرتېرو جلب او جذب د اسلامي امارت د نظامي ځواک د پیاوړتیا لپار مهم بولي.
د پوځي چارو شنوونکی کامران امان وویل:«ټول مسلکي کسان چې پاک دي او سرکشه نهدي او هېواد ته ژمن دي اسلامي ته ژمن دي زه هیله لرم چې دوی باید جذب شي او زموږ پوځي ځواک نور هم پیاوړی شي.»
د نظامي چارو بل شنوونکی هادي قریشي هم وايي:«کهچېرې هغوی په همدغې اردو کې شامل شي او درناوی یې وشي او لازمه رتبه ورکړل شي، د دې سربېره د ژوند معیشت یې برابر کړل شي دا ما ته د تایید وړ دی او حوشحاله کېږم.»
خو کورنیو چارو وزارت وايي، څو چې د اسلامي امارت د سرتېرو جلب او جذب بشپړ شوی نهوي، د تېر حکومت د امنیتي سرتېرو د جلب او جذب بهیر نهپېلوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په دې هکله څرګنده کړه:«موږ هڅه کوو چې دغه بهیر ښه شي لومړی د افغانستان د خلکو مجاهدین هر څومره چې پاتې دي باید هغوی جلب او جذب او وګومارل شي او له هغې وروسته کولای شو چې امنیتي ځواکونه چې له مخکې مسلکي وو یا یې تخصص ولري کولای شو چې هغوی وګومارو، له هغې مخکې هم امکان لري.»
تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت ویلي و، د اسلامي امارت د مشر د فرمان پر بنسټ به ۷۴ زره کسان په دغه وزارت کې جذب کړي.
په دې اړه مو اندونه