Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت:د اکټوبر له ۱ نېټې به د سفارت فعالیت ودرول شي

په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه سفارت فعالیت به د یکشنبې‌ له ورځې، د روان زیږدیز کال د اکټوبر له لومړۍ نېټې ودرول شي.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ دغه پرېکړه، له دغه سفارته د هند حکومت د نه ملاتړ، په هند کې افغانانو ته د ډيپلوماټیکو خدمتونو د نه وړاندې کېدو او د ورځني چارو د ترسراوي لپاره د سرچینو د نشتوالي له امله نیول شوې ده.
 
په خبرپاڼه کې راغلي:«په نوي ډیلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت په خواشینۍ سره د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له لومړۍ نېټې د سفارت د فعالیتونو د درېدو پرېکړه اعلانوي. که څه هم دا پرېکړه د خواشینۍ وړ ده، خو د افغانستان او هند ترمنځ  تاریخي اړیکو او اوږدمهالې ملګرتیا په پام سره، له ډېر غور وروسته شوې ده.»
            
د سیاسي چارو شنوونکی نثار احمد شیرزی هم په دې هکله وايي:«په نوي ډيلي کې د افغانستان د سفارت تړل کېدل د هغو افغان کډوالو لپاره چې په هند کې ژوند کوي او د سوداګرو لپاره ستونزې رامنځته کوي او د افغانستان او هندوستان ترمنځ لرغونې اړیکې خرابوي.»   

په دغې اعلامیه کې دغه راز د هند له حکومته غوښتل شوي چې د دغه سفارت ملکیتونه او شتمنۍ د اعلامیې په ټکو د افغانستان یوه قانوني حکومت ته وسپارل شي.

بل خوا، په هند کې ځينې افغان کډوال د دغه سفارت پر تړل کېدو اندېښنه څرګندوي او وایي، چې د سفارت په تړل کېدو سره به په هند کې د افغان کډوالو ستونزې زیاتې شي.
            
کډوال فدا محمد وايي:«د بېلګې په توګه د ویزې ورکړه، د پاسپورټ تمدیدول، د اسنادو تایدول او له پولیسو سره موجودې ستونزې، ډېری اسانتیاوې سفارتونه رامنځته کوي او د سفارت تړل کېدل په دې معنا دي چې له هغه هېواد سره مو اړیکې پرې کړې دي.»

خو اسلامي امارت وایي، چې په هند کې د افغانستان د سفارت د شته ستونزو د حل په لټه کې دی.
             
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله وویل:«په هندوستان کې په سفارت کې ځینې ستونزې شته. د بهرنیو چارو وزارت ان‌شاالله دغې موضوع ته متوجه ده او تر هغې وخته خبرې اترې دوام پيدا کوي چې موضوع حل شي او سفارت د بهرنیو چارو وزارت له همغږۍ سره، د کونسلۍ په برخه کې چې موضوعګانو ته اړتیا ده، ټولې به حل شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې نږدې دوه میاشتې وړاندې اسلامي امارت قادرشاه په هند کې د افغانستان د  سفارت د سرپرست په توګه معرفي کړ، خو هغه تر اوسه خپل کار په رسمي توګه نه دی پېل کړی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه