Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ا.ا له پاکستانه غواړي چې د کډوالو د را ایستلو پر پرېکړه غور وکړي

اسلامي امارت د پاکستان له لنډمهالي حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو د راایستلو په هکله پر خپلې پرېکړه بیاکتنه وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې له افغان کډوالو سره د پاکستان د لنډ مهالي حکومت چلند د ‌منلو وړ نه دی.

ښاغلي مجاهد وویل:«موږ د دې غوښتونکي یوو چې له افغان کډوالو سره انساني او اسلامي تعامل وشي. که هغوی اسناد نه‌لري او په ناقانونه توګه هلته ژوند کوي، چې کلونه هلته وو، د هغوی د را ایستلو لپاره دې مناسبې لارې غوره کړي.» 

په پاکستان کې د افغانستان سفارت هم په یوې اعلامیه کې ویلي چې، په تېرو دوو اونیو کې په پاکستان کې څه باندې زر افغان کډوال نیول شوي او په وینا یې نیمايي یې داسې کسان دي چې، په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد لري.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیونې پر دوام اوس اوس د دغه هېواد د کورنیو چارو لنډ مهالي وزیر سرفراز بوګټي په پاکستان کې د افغان کډوالو په ګډون له ټولو ناقانونه کډوالو غوښتي چې، له دغه هېواده ووځي.

نوموړي زیاته کړې، که افغان کډوال د روان زیږدیز کال د نومبر تر لومړۍ پورې له پاکستانه ونه وځي؛ نو هغوی به وباسي.
 
هغه ویلي:«ناقانونه کډوالو ته مو د نومبر تر لومړۍ پورې وخت ورکړی چې، په خپله خوښه خپلو هېوادونو ته ستانه شي. که هغوی په دې موده کې ونه وځي، موږ به یې وباسي او د نومبر له لومړۍ وروسته هېڅوک له پاسپورټ پرته پاکستان ته نه‌شي راتلی او افغانان د اکټوبر له لومړۍ تر ۳۱مې پورې له برېښنايي تذکرو سره دلته د اوسېدو اجازه لري او تر هغې وروسته یوازې په پاسپورټ او ویزې سره پاکستان ته راتلی شي.»

له دې سره سم، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وډانټ پاټل بیا پاکستان د افغانانو د تخلیې په برخه کې تر ټولو مهم پنډغالی بولي.

و‌ډانت پاټل وايي:«هغه څه چې زه غواړم ووایم دا دي چې، پاکستان د هغو افغانانو د بیا مېشتېدو لپاره تر ټولو مهم شریک دی چې، له افغانستانه وځي او د بیا مېشتېدو په لټه کې دي. پاکستان د افغانانو د تخلیې په برخه کې تر ټولو مهم تم ځای دی.»

ورته مهال په پاکستان کې د افغان کډوالو شورا له نړۍوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له سرپرست حکومته غواړي چې، په دغه هېواد کې د افغان کډوالو ستونزو ته ژر تر ژر رسېدنه وکړي.

د پاکستان د کورنیو چارو لنډ مهالي وزیر ویلي چې دم‌ګړۍ په دغه هېواد کې څه باندې ۱ اعشاریه ۷ مېلیونه افغانان په ناقانونه توګه شپې او ورځې تېروي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه