Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر خوست او پکتیکا د پاکستان بمبارۍ، ا.ا یې ځواب ورکړی

د پکتیکا پر برمل او د خوست پر سپېره ولسوالیو د پاکستاني پوځ د تېرې شپې هوایي بریدونو په غبرګون کې د اسلامي امارت دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغو بریدونو ته یې غبرګون ښودلی او په درنو وسلو یې د پاکستاني پوځ مرکزونه په نښه کړي دي.

په اعلامیه کې لیکل شوي، «د پاکستان جنګي او کشفي جېټ الوتکې یو ځل بیا د افغانستان خاورې ته د ننه شوې او د پکتیکا په برمل او خوست په سپېرې ولسوالۍ کې یې د ولسي خلکو په کورونو بمبارد کړی دی.»

بلخوا د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان پر حریم تېری به بدې پایلې ولري.

ښاغلي مجاهد د یادو بریدونو د غندنې ترڅنګ ویلي، دا ډول بریدونه به بدې پایلې ولري چې بیا به یې کابو کول د پاکستان په واک کې نه وي.

د ذبیح‌الله مجاهد په اعلامیه کې راغلي، « تیره شپه شاوخوا ۳ بجې پاکستانیو الوتکو د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ په لمنه سیمه کې او د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ سیمه کې د عامو وګړو په کورونو باندې بمبار کړی، چې په پکتیکا کې ۶ تنه ۳ ښځینه او ۳ ماشومان شهیدان شوي او یو کور نړیدلی او په خوست ولایت کې یو کور نړیدلی ۲ تنه ښځینه شهیدانې شوي دي.»

هغه د پاکستان له نوي حکومت غوښتي، د څو پوځي جنرالانو د «بې باکو» کړنو له امله د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې نه کړي او دغه هېواد دې د خپلې بې وسۍ پړه پر افغان لوري نه اچوي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په دغو بریدونو کې د پاکستان د طالبانو تحریک یو قومندان عبدالله شاه هم وژل شوی دی.

خو د عبدالله شاه په نوم د پاکستان د طالبانو تحریک یو قومندان په یوه ویډیو کې چې خپله پکې خبرې کوي دا خبر رد کړی او ویلي دي چې په سویلي وزیرستان کې اوسي او هلته یې فعالیتونه روان دي.

بل لور ته، د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې هم د اسلامي امارت او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نن (دوشنبه) سهار اوه بجې وسله‌واله نښته پیل شوې چې تر دې دمه روانه ده.

سرچینو طلوع نیوز ته ویلي چې د اسلامي امارت ځواکونو له لوري په توغول شویو توپونو کې د ډیورنډ کرښې هاغاړې په بوړکي سیمه کې درې پاکستاني پوځیان ټپیان دي.

حکومتي سرچینو بیا د دغې نښتې په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه