Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جان کربي: دم‌ګړۍ له اسلامي امارت سره د اړیکو عادي کول ستونزمن دي

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند وایي چې دم‌ګړۍ له طالبانو سره د اړیکو عادي کول سخت دي.

جان کربي وایي، که طالبان غواړي نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي باید له نړۍوالې ټولنې سره پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

خبریالانو ته وویل:«موږ هغوی په افغانستان کې د یوه حاکم ځواک په توګه په رسمیت نه‌دي پېژندلي. هغوی غواړي چې مشروعیت ترلاسه کړي؛ نو باید پر خپلو کړو ژمنو دې عمل وکړي. زما منظور دا دی چې، طالبان څنګه  غواړي د افغانستان لپاره یوه اغېزناکه اداره او یو ګټور اقتصاد رامنځته کړي په داسې حال کې چې، ښځې د دغه هېواد د نیمايي ځواک په توګه له دغې چارې منعه شوې دي؛ نو موږ به هغوی له همدې امله د کړو ژمنو پر وړاندې ځواب ویوونکي وبولو.»

د چارو شنوونکي بیا پر دې باور دی چې، د نړۍوالو د غوښتنو پر وړاندې د سرپرست حکومت نرمښت کولی شي د هېواد د اوسنیو ستونزو غوټه خلاصه کړي.

                                 د سیاسي چارو شنوونکی عبدالشکور دادرس وايي:«د امارت دولت باید له نړۍ سره کېني او کورنی او ملي مشروعیت اصلاً د بهرني مشروعیت حاصلوونکی دی.»

خو اسلامي امارت د سپېنې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ویاند د دغو څرګندونو په غبرګون کې وايي، سرپرست حکومت د نړۍوالو پر وړاندې پر خپلو ټولو ژمنو عمل کړی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«اسلامي امارت پر هغه څه باندې ولاړ دی چې ژمنه یې کړې ده. د افغانستان خاوره د نورو پر ضد نه ده کارول شوې او په دې هکله څوک شواهد هم نه‌لري چې استفاده شوې ده.»

د ویلو ده چې، نړۍوالې ټولنې په افغانستان کې د بشري او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو رعایتېدل، د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې نه کارېدل او د ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه  د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره درې مهم شرایط وړاندې کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه