Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د خوړو نه‌خوندیتوب په هکله د خوړو نړۍوال پروګرام اندېښنه

د افغانستان لپاره د خوړو نړۍوال پروګرام وايي چې په افغانستان کې ۱۵مېلیونه تنه د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي.

د افغانستان لپاره د خوړو د نړۍوال پروګرام رییسه شاوی لي له طلوع نیوز سره په مرکه کې وایي، چې د بودیجې د کموالي له امله، خپلې مرستې یې لس مېلیون تنو ته کمې کړې دي او دم‌ګړۍ یوازې له درې مېلیون تنو سره مرستې کوي.

شاوی لي زیاتوي، چې د بشري مرستې زیاتوالی او د کرنیزو محصولاتو ډېرېدل د افغانستان د اقتصادي ودې لاملونه دي.

د افغانستان لپاره د خوړو د نړۍوال پروګرام رییسه شاوی لي وايي:«له افغانستان سره په تېرو دوو کلونو کې یوه زیاته اندازه بهرنۍ مرستې شوې دي چې دغه هېواد ته یې د مرستې رسونې په برخه کې مهم رول درلود. د دې تر څنګ په روان کال کې موږ په داسې حال کې د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي شاهدان یوو چې افغانستان له درېیو کلونو راهیسې له وچکالۍ سره مخ دی. نورو هېوادونو هم دا حالت تجربه کړ، خو له دې وضعیته د وتلو بهیر چې په ۲۰۲۳ کال کې یې په بالقوه ډول پرمختګونه رامنځته شوي، په ۲۰۲۴ کال کې به د پام وړ وي.»

د افغانستان لپاره د خوړو د نړۍوال پروګرام رییسه د خپلو خبرو په یوه برخه کې ټينګار کوي، چې پخوا یې په افغانستان کې له ۱۳ مېلیون تنو سره مرستې کولې او اوس له درې مېلیون تنو سره مرسته کوي.

هغه دغه راز وایي، چې افغانانو ته د کار د زمینې د برابرولو په برخه کې هم مرسته کوي.

د افغانستان لپاره د خوړو د نړۍوال پروګرام رییسه زیاتوي:«زه په ټول هېواد کې د طبیعي زیرمو، د اوبو لګولو د کانالونو، د اوبو لګولو د کوچنیو کانالونو او د نیالګیو د کېنولو د څرنګوالي د مدیریت په برخه کې کار کوم، له خلکو سره مرسته کوم چې خپل تولید او محصول زیات کړي. نو د خوړو نړۍوال پروګرام په دې برخه کې کار کوي څو خلک ښه ژوند ولري. موږ اوس هم پر سړو خونو کار کوو، چې پر ډېر تولید سربېره، د ساتننې او پلور زمینه هم برابره شي.»

په دې مرکه کې شاوی لي ټينګار کوي، چې دا هوډ نه‌لري چې افغانستان پرېږدي، خو د بودیجې له سخت کموالي سره مخ دي او په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره اوس‌مهال ۴۰۰ مېلیون ډالرو ته اړتیا ده.

اغلې لي زیاتوي: «زه وېرېږم چې موږ به په راتلونکي ژمي کې هېڅ کار ونه کړای شو. خوبیا هم، موږ د تر ټولو کمو اړتیاو د پوره کولو او له زیان منونکو سره د مرستې لپاره ۴۰۰ مېلیون ډالرو ته اړتیا لرو. موږ باید په یاد ولرو چې پر ۷ مېلیونو خلکو سربېره چې خورا زیان منونکي دي،  ۱۵ مېلیونه نور خلک دم‌ګړی د خوراکي توکو موندلو لپاره هلې ځلې کوي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې او د سرې میاشتې ټولنې په خپل تازه رپوټ کې ویلي دي، چې په افغانستان کې ۲۸٫۸ مېلیون تنه بشري مرستو ته اړتیا لري چې ۲٫۷  مېلیون تنه د قحطۍ په درشل کې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه