Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د اوزبېکي ژبې ملي ورځ ونمانځل شوه

کابل کې د دریو فرهنګي او ټولنیزو بنسټونو د تلې پر ۲۹مه د ازبېکي ژبې ملي ورځ ونمانځله.

په دغه نمانځغونډه کې ازبېکي کالي، بیلابیل ازبېکي خواړه او هغه کتابونه چې په دې وروستیو کلونو کې په ازبېکي ژبه لیکل شوي ، نندارې ته ایښودل شوي وو.

د اوزګریش فرهنګي بنسټ مسوول، نقیب الله عبید و ویل: «نن د تلې ۲۹مه د ازبیکې ملي ورځ د دریو ازبېکي کلتوري ټولنو لخوا ونمانځل شوه. په دغړو مراسمو کې فرهنګیانو، د پوهنتون استادانو او د ازبېکستان سفیر په ګډون بهرنیو مېلمنو ګډون کړی و .»

په دغو مراسمو کې د ازبېکستان سفیر هم ګډون کړی و.
د هغه په وینا، ازبېکستان په افغانستان کې د ازبېکي ژبې د پیاوړتیا لپاره د تحصیلي بورسیو د برابرولو، په ترمز ښار کې افغان محصلینو ته د یوه مرکز جوړولو او په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې منځنیو ښوونځيو ته د کتابونو ویشلو په ګډون بیلابيلې مرستې کړې دي.

کابل کې د ازبېکستان سفیر، یادګار خواجه شادماناوف و ویل: «موږ د ازبېکستان جمهوري دولت په استازیتوب د افغانستان په شمالي ولایتونو کې لکه بلخ، جوزجان، فاریاب، سرپل او کندز ولایتونو کې د پوهنتونو له محصلینو سره اړیکې ټینګې کړي دي او له هغوی سره لېدنې کوو.»

اخوا، د دغې غونډې ګډون کوونکو د اسلامي امارت له مسوولینو هم ځينې غوښتنې درلودې.

فرهنګي فعال، زین الله اېرکین طلوع نیوز ته و ویل: «د یو ازبېک تبار په توګه له اسلامي امارت غواړو چې ښوونځیو کې ازبېکي کتابونه ډېر چاپ شي او ښوونځیو کې د ازبېکي ژبې ښوونکي جذب شي.»
بل فرهنګي فعال، عبدالصمد صارم مجیدي و ویل: «د یو څو پرته په هېڅ دولتي اداره کې ازبیکي نشرات نشته، زه له اسلامي امارت څخه غواړم چې د ازبیکې ژبې پر پراختیا له سره غور وکړي.»

د ازبېکي ژبې ملي ورځ د تېر حکومت پر مهال په رسمیت وپیژندل شوه او د افغانستان په کلیزه کې د تلې ۲۹مه د ازبېکي ژبې ملي ورځ وټاکل شوه.
تاجېکستان، ترکمنستان، قرغزستان، قزاقستان او ازبېکستان هم د تلې ۲۹مه د اوزبېکي ژبې د ملي ورځې په توګه نمانځي او په دغو هېوادونو کې میلیونونه کسان په ازبېکي ژبه خبرې کوي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه