Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روډرېکز: افغانستان کې پر ښځو لګول شويو بندیزونو زموږ فعالیت اغېزمن کړی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام رییس سټېفن روډرېکز وايي چې په افغانستان کې د ښځو پر کار لګول شویو بندیزونو ژموږ پر فعالیتونو هم منفي اغېزه کړې ده.

روډریکز له طلوع نیوز سره په مرکه کې وایي، چې په افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز د دغه هېواد اقتصاد ته له ۶۰۰ مېلیونو تر یو مېلیارد ډالرو زیان رسولی او له دې اړخه د افغانستان په ناخالص کورني تولید کې له ۳ تر ۵ سلنې کموالی راغلی دی.
  
سټېفن رودریکز وايي:«افغانستان لاهم یو نسبتاً کمزوری اقتصاد لري، په تېرو څو کلونو کې د هېواد اقتصاد منقبض یا کوچنی شوی. د ۲۰۲۱زیږدیز کال له اګسټ میاشتې وروسته موږ د شل سلنه او تېر کال هم د ۶ سلنه انقباض شاهدان وو.»

سټيفن رودریکز ټينګار کوي، دغه بنسټ له ځینو هېوادونو او سازمانونو سره په ګډه په دې هڅه کې دی چې د متشبثو، سوداګرو او د کوچنیو کارو بارونو د لرونکو ښځو ملاتړ وکړي.

د افغانسان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام رییس زیاتوي:«موږ د جاپان له سفارت او د جاپان د نړۍوالې همکارۍ له ادارې (جایکا) او دغه راز اروپايي ټولنې سره یو پروګرام پېل کړی چې په ګډه د ښځو، په ځانګړې توګه د ښځینه متشبثینواو د کوچنیو سوداګریو د لرونکو ښځو ملاتړ وکړو، څو هغوی وکړای شي کار ولري او د نورو ښځو لپاره اضافي کاري فرصتونه رامنځته کړي او په دې توګه د عاید په ترلاسه کولو سره، د خپل ژوند لګښتونه برابر او د خپلو کورنیو ساتنه وکړي.»

سټېفن رودریکز دغه راز په هرات کې د وروستیو زلزلو په تړاو وایي، چې د دغې زلزلې له امله ۱۱۴ زره تنه په مستقیمه توګه زیانمن شوي او ښایي دا شمېر زیات شي.

هغه څرګنده کړه:«د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په څو مشخصو برخو تمرکز کوي، لومړی د دایمي سرپناه جوړېدل دي، لکه څنګه چې ما مخکې وویل، د سړو موسم په رارسېدو دی، نو دا یوه بیړنۍ اړتیا ده. موږ به داسې کورونه جوړ کړو چې کلک وي او د زلزلې او ټکانونو پر وړاندې مقاومت ولري.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام رییس دغه راز ټينګار کوي، چې د هرات د زلزله ځپلو پر ستونزو د غور لپاره ۹۳٫۶ مېلیون ډالرو ته اړتیا ده.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه