د یخنۍ موسم د رارسېدو په درشل کې د پلازمېنې ځينې اوسېدونکي د سون توکو په ځانګړې توګه د ډبرو سکرو او لرګیو له لوړې بیې شکایت لري.
دوی وایي، د یخنۍ په موسم کې د اقتصادي ستونزو له کبله د سون توکو د پېرلو وس نه لري، او له سرپرست حکومته غواړي چې د سون توکو د بیو په راټیټولو کې جدي پام وکړي.
د کابل اوسېدونکي بابي طلوع نیوز ته وویل:« کار نشته، خلک په بې وزلۍ کې ژوند کوي، اوس که یوه بوجۍ د ډبرو سکاره په ۱۵۰۰ ، ۱۷۰۰ او یا هم ۲ زره افغانۍ واوسي، نو چې کارو بار نهوي دا ډېره سخته کېږي.»
د کابل یو بل اوسېدونکي فرهاد هم زیاتوي:« اسلامي امارت دې ښه پاملرنه وکړي، ځکه چې د ژمې موسم راتلونکی دی او خلک څه نهلري چې دغه یخ موسم تېر کړي.»
ورته مهال، د لرګیو او ډبرو سکرو یو شمېر پلورونکي، د خپل کار له پیکه کېدو شکایت کوي او وايي د اقتصادي ستونزو له امله ډېری کسان زړه نه ښه کوي چې د اړتیا وړ سون توکي وپېري.
د لرګیو او سون توکو پلورونکي محمد داوود، وویل: « د خلکو ستونزې ډېرې دي، پیسې نه لري او پېرل هم سخت دي.»
د لرګیو او سون توکو یو بل پلورونکي محمد کریم، هم په دې تړاو وویل:« خلک د ډبرو سکرو او لرګیو څخه ډېر کار اخلي؛ ځکه اقتصادي دي، همدا اوس یو خروار لرګي په ۸ نیم زره افغانۍ او پنځه بوجۍ د ډبرو سکاره ۵ زره افغانۍ کېږي، فرضاً که اوس لرګي واخلي نو ۱۵ ورځې یې هم نه کېږي.»
له دې سره سم، د اقتصاد وزارت وايي هڅه کوي چې د ارزانه او کیفیت لرونکو سون توکو په واردولو سره د هېوادوالو ستونزې حل کړي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري وايي:«اسلامي امارت هڅه کوي چې د بیو د ټاکلو او د کیفیت لرونکو سون توکو په واردولو سره د هېوادوالو ستونزې حل کړي.»
تر دې وړاندې، یو شمېر هېوادوالو د ژمي په را رسېدو سره د سون توکو ترڅنګ د خوراکي توکو د بیو پر لوړوالي هم نیوکې کړې وې.
په دې اړه مو اندونه