Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له افغان نجونو او مېرمنو د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي د مرستیالې ملاتړ

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیالې آمنې محمد یوځل بیا په افغانستان کې د ښځو له حقونو ملاتړ وکړ.

اغلې محمد په اسلام کې د ښځو د مقام او واک په نامه نړۍواله غونډه کې د هغه څه په اړه د پاملرنې او څېړنې غوښتنه وکړه چې نوموړې یې په هېواد کې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه ګڼي.

آمنه محمد وايي، چې د نجونو پر زده‌کړو له پانګونې سره، د نجونو، کورنيو او ګاونډيانو د روښانه راتلونکي په تړاو ډاډ ترلاسه کېدلای شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله وايي:«د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو لګول شويو سختو بندیزونو ته باید په جدي توګه پاملرنه وشي او وڅېړل شي؛ ځکه د نجونو پر زده‌کړو په پانګونې سره موږ د خپلو خویندو، کورنیو او ګاونډیانو د روښانه راتلونکي په تړاو ډاډ ترلاسه کولای شو.»

د سعودي عربستان په پلازمېنه جده کې د اسلامي همکاریو د سازمان له خوا په اسلام کې د ښځو د مقام او واک په اړه نړۍواله غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د اندونيزيا د بهرنیو چارو وزیره وایي، چې د اسيايي ښځو ډلې د شانګهاى د همکاريو له سازمان غوښتي چې په دغه هېواد کې د ښځو او نجونو د بنديزونو له امله له افغانستان سره تعامل ودروي.

د اندونیزیا د ښځو چارو وزیره رتنو مرسودي څرګندوي:«د اسیایي ښځو ډلې د شانګهای د همکاریو له سازمانه غوښتي چې له افغانستان سره تعامل ودروي؛ ځکه دا ډله د افغاني ټولنې په ټولو برخو کې افغان ښځو ته د زده‌کړو د زمینې د برابرېدو او لاسرسي غوښتونکې ده.»

خو د اسلامي امارت ویاند په هېواد کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب خبره کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هلکه طلوع‌نیوز ته وویل:«په افغانستان کې د بشري حقونو موضوع په ځانګړې توګه د ښځو حقونو موضوع حل ده؛ یعنې اسلام او شریعت داسې قوانین وضع کړي یا خونیدو ته یې داسې حقوق ورکړي، له غوره حقوقو څخه دي چې ساری نه‌لري؛ خو په ځينو برخو کې چې موږ ستونزې لرو، ورته رسېدنه نه‌ده شوې یا د رسېدنې په حال کې یوو. دا په استثنايي حالت کې دی او چا انکار نه دی کړی.»

د ښځو او نجونو مسئله په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې تر منځ یوه له ننګونو ډکه موضوع ده.د کار او زده‌کړو د حق په ګډون د ښځو او نجونو د حقونو خوندیتوب د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو یو شرط هم ګڼل کېږي؛ خو اسلامي امارت ویلي، چې د ښځو حقونه خوندي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه