Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي هېوادونو پلاوي او متقي لیدنه: اسلامي هېوادونو دې د ا.ا ملاتړ وکړي

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د اسلامي هېوادونو د عالمانو له پلاوي سره لیدلي او د هېواد د شته ستونزو او فلسطین وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

امیرخان متقي په دغه کتنه کې ویلي، افغانستان امن دی او ټینګار یې کړی چې دا لومړی ځل دی چې افغانستان د تیلو د تولید کوونکو هېوادونو په نوملړ کې راغلی دی.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد و ویل: «موخه یې دا وه چې افغانستان ته راشي او د اسلامي امارت د حکومت تشکیل له نږدې وګوري، له مسوولینو سره وګوري او ځینې مشورې هم ورکړي دي.»

د راغلي پلاوي يو شمېر غړو ویلي، د نړۍ اسلامي عالمان د سرپرست حکومت تر څنګ ولاړ دي او له هېوادونو او اسلامي امته یې غوښتي چې له افغانانو ملاتړ وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، ډاکټر علي قره داغي، په دغه کتنه کې ویلي چې د فلسطین موضوع د یو یا دوه هېوادونو پورې اړه نه لري بلکې د اسلامي نړۍ پورې تړلې مسئله ده.

د سیاسي چارو شنونکي، محمد اجمل زرمتي و ویل: «دا لیدنې غیر رسمي دي چې پکې د مدني ټولنې او رسنیو غړي هم شامل دي، دوی د یو ارتباطي پله په څېر دي د لومړی کچې له خلکو سره چې تر ډېره د بهرنیو چارو وزیران دي.»

خو افغانستان د دغه پلاوي سفر څومره اغیزناک تمامیدای شي؟

د سیاسي چارو شنونکي، صفي الله عرب زاده و ویل: «هغه هېوادونه چې دا ډول پلاوي د خبرو لپاره رالیږي د خبرو اجنډا یې تر ډېره د هماغو هېوادونو د حکومتونو ده او دولتونه هم د زبرځواکونو تر اغیز لاندې دي.»

د سیاسي چارو شنونکي، شاکر حیات و ویل: «د ډاکټر یوسف قرضوي په فکر او د نړۍ دیني عالمانو په اصولنامه کې د ښځو زده کړو موضوع او ولسواکي د یوې تګلارې په توګه پیژندل شوي دي، او له شک پرته په دغه لیدنه کې به دغو موضوعاتو باندې ټینګار شوی وي.»  

دغه پلاوي همدا راز په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې ځپلو او له پاکستان د  افغان کډوالو د جبري ایستلو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او ټينګار یې کړی چې په دغه ازموینه کې به سرپرست حکومت بریالی وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه