Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اقتصادي همکاریو په سازمان کې د افغانستان پر اقتصادي وده ټینګار شوی

د ایران ولسمشر د اقتصادي همکاریو سازمان )ایکو( له غړو غوښتي چې د افغانانو د ملاتړ او د افغانستان د اقتصادي ودې او بیارغونې په موخه یو پروګرام وړاندې کړي.
ابراهیم رییسي یو ځل بیا په افغانستان کې د یوه داسې ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار وکړ چې د ټولو قومونو او مذهبونو استازي پکې وي.

د ایران ولسمشر، ابراهیم رییسي و ویل: «د ایکو سازمان باید داسې یو پروګرام جوړ کړي چې له مخې یې د افغانستان خلکو سره مرسته وشي او د  افغانستان د پرمختګ سبب شي.»

د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر هم چې په دغه غونډه کې یې ګډون کړی و، ویلي اسلام اباد د افغانستان د سولې لپاره د اقتصادي همکاریو سازمان له غړو سره ګډ کار ته چمتو دی.
انوارالحق کاکړ همدا راز د سیمې د اتصال او کاسا زر، افغان ټرانس او ټاپي پروژو په څېر په سترو پروژو کې د افغانستان رول مهم وباله.

د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر، انوارالحق کاکړ و ویل: « موږ ټول پر دې حقیقت پوه یو چې افغانستان په سیمه ییزو اړیکو کې مهم رول لري. نښلوونکې پروژې لکه کاسا زر، افغان ټرانس وسپنې پټلۍ، ټاپي او نورې پروژې یوازې اقتصادي پروژې نه دي بلکې زموږ د ګډ راتلونکي لپاره سټراټيژيکې پانګونې دي، پاکستان لېواله دی چې د یوه سولییز او له ټولو سره نښلېدونکي افغانستان رامنځته کولو په موخه د اقتصادي همکاریو سازمان له نورو غړو هېوادونو سره له نږدې کار وکړي.»

د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان څرګنده کړه: « موږ باید د اقتصادي همکاریو د سازمان په توګه په افغانستان کې د پایېدونکې سولې او ټیکاو په برخو کې همکاري وکړو. د سې شنبې پر ورځ مو د مهربانۍ په نوم ریل ګاډی چې ۵۱۰ ټنه خوراکي او روغتیايي توکي، پوښاک او نورې مرستې پکې وې، افغانستان ته واستوه. هیله لرو چې په راتلونکي سخت وخت کې هم د خپلو وروڼو ملاتړ ته دوام ورکړو.»

دغه غونډه داسې مهال ترسره کیږي چې د اسلامي امارت یوه استازي هم پکې ګډون نه دی کړی.
د ازبېکستان ولسمشر بیا په دغه غونډه کې د اقتصادي همکاریو سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې افغانانو ته د بشري مرستو کچه لوړه کړي.

د ازبېکستان، ترکمنستان، تاجېکستان، قزاقستان، ترکیې، ایران، پاکستان او اذربایجان استازو په دې غونډه کې ګډون کړی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه