Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تر راتلوونکې یوې ورځې د «یوه کمربند یوې لارې» غونډې پېل

ټاکل شوې ده چې د «یوه کمربند یوې لارې» نوښت غونډه د روانې اوونۍ د چهارشنبې او پنج‌شنبې په ورځو جوړه شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د «یوه کمربند او یوې لارې» نوښت غونډه کې د ګډون لپاره چین ته تللی دی.
 
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي، د دغه وزارت سرپرست به د یوه کمربند یوې لارې غونډه کې د ګډون ترڅنګ، له افغان او چینايي صنعتکارانو، سوداګرو او پانګوالو سره لیدنې هم وکړي.

اخندزاده عبدالسلام جواد وايي:«د یوه کمربند او یوې لارې پروژه یوه سوداګریزه او اقتصادي پروژه ده، چې افغانستان کولای شي خلیجي، منځني ختیخ او اروپايي هېوادونو ته او برعکس کې یې تر ټولو لنډې لارې په توګه ښه رول ولري. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوه کمربند او یوې لارې پروژه کې د ګډون ترڅنګ د واخان د کریدور په هکله به هم خبرې وشي.»

اخوا، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست له ملي ټلوېزیون سره د خبرو پر مهال ویلي، د افغانستان او چین ترمنځ د ورېښمو لار د پرانیستې په تړاو ډېره هیله مندي شته دی.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست نورالله نوري وايي:«موږ له چین سره د ورېښمو دروازې د پرانیستو هوډ لرو. دا دروازه یوه ټرانزیټي دروازه ده، او له اقتصادي پلوه ډېره مهه ده. موږ هیله لرو چې له اقتصادي او سیاسي پلوه ډېره ګټه ترلاسه کړو.»

د چارو یو شمېر شنونکي بیا د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اتصال او د ټرانزیټ د پراختیا په موخه د چین د یوې لار یو کمربند پروژه ډيره مهمه ګڼي.

اقتصاد پوه آذرخش حافظي په دې هکله څرګندوي:«په دغې ناسته کې باید افغانستان حضور ولري او له هغې وروسته باید په غوره توګه ترې استفاده وشي. موږ دې ته اړتیا من یوو چې له ټولې نړۍ سره پراخې اړیکې ولرو او د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د نړۍ د تعامل له مزیته استفاده وکړو.»

د اقتصادي چارو شنوونکی سیر قریشي په دې هکله وايي:«د افغانستان جفرافیايي موقعیت او طبیعي سرچینې یې کولای شي چې افغانستان ته غوره بدلون وروکړي چې د یوه کمربند او یوې لارې په جوړښت او پراختیا کې فعال رول ولوبوي.»

د پاکستان "ده نېشن" مجلې بیا په خپل تازه راپور کې د چین د یوه کمربند یوې لارې په غونډه کې د اسلامي امارت د استازو ګډون د نړۍوالې ډيپلوماسۍ د بشپړتیا لپاره د پام وړ ګام بللی دی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه