د سترې محکمې چارواکو په کابل کې د علومو اکاډمۍ «د شرعي حدودو تطبیق او د امنیت پر تامین يې رول» تر عنوان لاندې سیمینار کې وايي چې د شرعي حدودو جاري کېدل د بشري حقونو نقض او د ازادیو سلب نهدی.
د سترې محکمې د دارالافتاء رییس عزیزالله مظهري وايي چې د شرعي حدودو په تطبیق کې باید له افراطه کار وانه خیستل شي.
ښاغلي مظهري زیاته کړه:«په قصاص کې لوی حکمت څه دی هغه دا چې که یو څوک بل کس وژني، نو که قصاص پرې تطبیق شي بیا به بل څوک داسې عمل نه کوي.»
د سترې محکمې د تمیز رییس محمد شریف رحماني هم وايي:«په هغو هېوادونو کې چې اسلامي نظام راغلی او حدود پکې جاري دي د خلکو سر، مال او عزت پکې خوندي دی.»
په دغه سیمینار کې د علومو اکاډمۍ مرستیال امیر جان ثاقب وايي، په هېواد کې د شرعي حدودو په جاري کېدو سره د ټولو خلکو سر، مال او عزت خوندي او عدالت تطبیق کېږي.
امیر جان ثاقب وویل:«په دنیا کې چې څومره پرمختللي نظامونه دي په هېوادونو کې يې د حدودو له تطبیق پرته امنیت نه دی راغلی، خو په کومو هېوادونو کې چې اسلامي نظام دی ښه امنیت تامین دی.»
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال عزیزالرحمن منصور هم څرګندوي:«په هغو هېوادونو کې چې اسلامي نظام راغلی او حدود پکې جاري دي د خلکو سر، مال او عزت پکې خوندي دی.»
د امربالمعروف نهې عن المنکر وزارت د دعوت او ارشاد رییس محمد یحیی عارف په هېواد کې د امنیت ټینګښت لپاره د شرعي حدودو جارې کېدل مهم بولي. ښاغلی عارف زیاتوي، شرعي حدود پر هغه چا تطبیق کېږي چې د ټولنې امنیت ګواښي.
محمد یحیی عارف وايي:«شرعي حدود پر هغو کسانو باندې تطبیق کېږي، چې د خلکو ژوند، مال او د ټولنې امنیت له ګواښ سره مخ کوي.»
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال همداراز وايي، په هېواد کې د شرعي حدودو جاري کول په ټولنه کې اصلاح او نظم راولي او ورسره عدالت تطبیق کېږي.