Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت: جرمني ته د خوړو او درملو د ملي ادارې د رییس سفر قانوني وه

جرمني ته د خوړو او درملو د ملي ادارې د رییس د غبرګون پارونکي سفر وروسته اوس اسلامي امارت طلوع نیوز ته وایي چې، عبدالباري عمر ته د هالنډ د سفر رسمي بلنه ورکړل شوې وه.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کوي چې دا سفر ناقانونه و او ښاغلی عمر توانېدلی چې د هالنډ په ویزه جرمني او څو نورو اروپايي هېوادونو ته سفر وکړي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد وویل:«دا چې په المان کې ځینې موضوعات د بېلابېلو حزبونو له لوري تر نیوکو لاندې راغلي دي، دا په هغوی کسانو پورې اړه لري؛ خو په عموم کې دغه سفر قانوني وه او موخه یې هم قانوني وه او هېڅ داسې نه‌دي شوي چې شک را منځ ته کړي.»

خو د جرمني د بهرنیو چارو وزارت پر خپله اېکس پاڼه په کولن ښار کې د اسلامي امارت د دغه چارواکي د کتنو او خبرو په اړه د بې خبرۍ په ښودلو سره د خوړو او درملو د ملي ادارې د رییس سفر غندلې او ویلي یې دي، تر هغه وخته چې د طالبانو چارواکي بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو خوندي نه‌کړي، له هغوى سره به هېڅ ډول عادي اړیکې ټینګې نه‌کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس پاڼه لیکلي:«موږ په کولن ښار کې د طالبانو د استازي عبدالباري عمر حضور په کلکه غندو. زموږ د وېزې د هېڅ کوم دفتر له خوا زموږ د شخصي معلوماتو لپاره کومه وېزه نه‌ده صادره شوې. موږ د خپلو سیمه‌ییزو چارواکو او شریکانو په نږدې همکارۍ د نورو اقداماتو د څېړلو په حال کې یوو. سفر موږ ته اعلان شوی نه‌و. موږ طالبان په رسمیت نه‌پیژنو. تر څو چې په افغانستان کې طالبان په ښکاره توګه د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کوي، زموږ اړیکې به ورسره عادي نه‌شي.»

پوښتنه دا ده چې ولې دغه سفر او د اسلامي امارت د دغه چارواکي وینا په جرمني کې د افغان کډوالو له غبرګونونو سره مخ شوې ده.

د سیاسي چارو شنوونکي هېواد ځاځي وویل:«دغه مسلې دې پټې کړي، ځکه دا نه‌ښکاره کوي چې دوی د اوسني حکومت سره نیمه رسمي اړیکې لري او دوی په رسمي ډول هم بلل شوي دي.»

د خوړو او درملو د ملي ادارې رییس ته د رواني لمریزي میاشتي پر پنځلسمې په هالنډ کې د سيمه ييزو توليداتو د نړۍوالې مجمع په دويمه غونډه کې د ګډون رسمي بلنه ورکړل شوې وه او دغه هېواد ته له سفر کولو وروسته یې، بلجیم، سلواکیا او جرمني ته هم سفرونه کړي دي.
 
د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ټینګار کوي چې دا سفر ناقانونه و او ښاغلی عمر توانېدلی چې د هالنډ په ویزه جرمني او څو نورو اروپايي هېوادونو ته سفر وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه