په پلازمېنه کې یوه ښځینه ډاکټره ادعا کوي چې تر شل کلن تحقیق او څېړنې وروسته توانېدلې چې د زړه د رګونو د بندښت او مغزي سکتې د درملنې لپاره یوناني درمل جوړ کړي.
ډاکټره ګل صنم احمدزۍ وايي چې په دغو درملو یې تراوسه د څه باندې ۲۰۰ ناروغانو درملنه کړې ده.
ګل صنم احمدزۍ طلوعنیوز ته وايي:«زه له اسلامي امارته دا غواړم چې له ما سره مرسته وکړي چې دا درمل بشر ته ورسوو، زه له اسلامي امارته دا نه غواړم چې له ما سره دې داسې مرسته وکړي چې ما ته دې پیسې راکړي یا کوم به څه وکړي، یوازې دا بشر ته ورسوي او په خپله ترې استفاده وکړي.»
ورته مهال ځينې ډاکټران له سرپرست حکومته غواړي چې په هېواد کې د ډاکټرانو له لاسته راوړنو ملاتړ وکړي.
۵۰ کلن عبدالرحمن ۳۳ کلونه مخکې یې هېواد پرېښی او جرمني تلل دی. نوموړی یوه نیمه میاشت مخکې، د سیاحت لپاره هېواد ته راغلی او وايي، له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې د زړه د رګونو د بندښت له ناروغۍ سره مخ و؛ خو اوس چې درملنه یې شوې خوشحاله دی.
عبدالرحمن په دې هکله وویل:«زما زړه درد کاوه، تل یې درد درلود، ګینه خوا مې تل درنه وه په ۱۰ تر ۱۲ ورځو سپکه شوه او درد مې لهمنځه ولاړ او د د ارامښت احساس کوم.»
په دې منځ کې ځينې نور ډاکټران له سرپرست حکومته غواړي چې په هېواد کې د ډاکټرانو له لاسته راوړنو ملاتړ وکړي.
د یوه خصوصي روغتون رییس صفا الدین صفا وايي:«له بوټو جوړو دغو درملو جابني زیانونه چې ناروغانو ته ورکول کېږي، صفر دي یعنې په دې معنا چې د طبي درملو په هکله زه او ته پوهاوی لرو، کهچېرې د یوه ناروغ درملنه کوو کولای شي چې یو بل جانبي زیان رامنځته کړي.»
ناروغ عبدالغیاث څرګندوي:«موږ باید د ډاکټر صاحبانو له دغې سترې عملي لاسته راوړنې ملاتړ وکړو، زه د یوه ناروغ په صفت چې زما درملنه یې کړې، ترې منندوی یم.»
ناروغ لرونکی شعیب هم وايي:«د اسلامي امارت له مشرانو دا هیله لرم چې داکټر صاحبانو ته ښې اسانتیاوې رامنځته کړي چې دوی دلته پاتې شي.»
د روغتیا وزارت د ورکړ شویو معلوماتو له مخې، ۹۳ سلنه درمل، له پاکستان، ایران، هند، ترکیې او بنګلهدېشه هېواد ته راځي.
په دې اړه مو اندونه