Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت: د لیکدړو د اصلاح کولو کړنلار وروستۍ شوې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي چې د ودانیو، هټیو او نورو ځایونو د لیکدړو د لیکنو د بدلون لپاره یې کړنلار جوړه کړې او د هېواد ټولو ولایتونو ته یې لېږلې ده.

د دغه وزارت د نشراتو سرپرست مرستیال وایي چې د افغاني کلتور د دودولو لپاره باید ټولې لیکنې په ملي او عامو ژبو وي، څو هېوادوال  له ستونزو سره مخ نه‌شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو سرپرست مرستیال،حقمل ضیا په دې هکله وايي:«په ټوله کې موږ کوښښ کوو چې ټولې لیکنې عام فهمه وي، په ملي ژبو وي چې خلک پرې پوه شي او غیر اسلامي انځورونه ونه‌لري، او دغه راز په بېلابېلو برخو کې سیاسي حساسیتونه را ونه پاروي.» 

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې دغه بهیر به له ژبني تعصب پرته په ملي ژبو مخته ولاړ شي. 

ورته مهال، ځينې هېوادوال د سرپرست حکومت دغه کړنه ستایي او د افغاني کلتور په دودولو کې یې اغېزناکه ګڼي.

د کابل اوسېدونکی، محمد نسیم وایي:«موږ انګلیسي څه کوو وروره، موږ باید پښتو او دري په خپلو منځو کې وکاروو، بهرنیان ولې زموږ جامې نه اغوندي ولی زموږ په ژبه خبرې نه‌کوي.»

د کابل یو بل اوسېدونکي، ارسلان هم زیاته کړه: «ځینې خلک چې له لېرو ولایتونو کابل ته راځي، ځينې یې سواد نه‌لري او که په دري ژبه لیکلي وي نو کولی شي د نورو په مرسته خپله ستونزه حل کړي.» 

خو په دې لړ کې ځینې نور هټۍوال وایي، چې د ملي ژبو ترڅنګ په انګلیسي ژبه هم د لیکدړو لیکل یوه اړیتا ده او د لوحو بدلېدل ورته ډېر لګښت لري.

هټۍوال، سلطان په دې اړه وویل:«هغه کسان چې لیکدړې یې په انګلیسي یا هم دري وي ستونزه نه‌ده خو ډېری چې راځي په دغو نه پوهېږي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ټينګار کوي، چې د دغه بهیر د پلي کولو لپاره یې د کابل ښاروالۍ، کورنیو چارو وزارت او د ښار د اصنافو په ګډون یو کمېسیون جوړ کړی چې دغه بهیر په جدي توګه عملي کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه