کابل میشتي وایي د برېښنا پرچاوۍ لا هم دوام لري او دې چارې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
دوی له اسلامي امارته غواړي چې د ژمي په درشل کې دې د پلازمېنې اوسېدونکو ته دوامداره برېښنا ورکړل شي.
د کابل اوسېدونکي، سلطاني طلوع نیوز ته و ویل: « د روځې له دوو تر څلورو ساعتونو برېښنا وي، هټیوالو ته خو باید هر وخت برښنا ورکړ شي ځکه له برېښنا پرته کار نه کیږي.»
د کابل اوسېدونکي، شیر احمد و ویل: «موږ له اسلامي امارته غواړو چې د برېښنا عادلانه وېش برخه کې کابل ښار ته ځانګړی پام وکړي ځکه خلک د لرګیو او ډبرو سکرو د پېرلو وس نه لري.»
له دې سره سم، د برېښنا شرکت وايي، د وچکالۍ له امله سږ کال له کورنیو سرچینو د برېښنا توليد راکم شوی او هڅه روانه ده چې د پلازمېنې د اوسېدونکو د برېښنا ستونزه حل شي.
د برېښنا شرکت ویاند، حکمت الله میوندي و ویل: « بندونه لکه څنګه چې تاسو پوهیږی سږ کال وچکالي وه، که وضعیت همداسې دوام وکړي نو ښایي پر پرچاویو ناوړه اغیز وکړي. موږ د لمریزې برېښنا سرچینه لرو او د اړتیا په وخت کې به ترې ګټه اخلو.»
د برېښنا شرکت پخوانی رییس وايي، د هېوادوالو لپاره د برېښنا د تنظیم او دومداره برېښنا لپاره باید د پانګونې په برخه کې ډيرې پانګونې وشي.
د برېښنا شرکت پخوانی رییس، امان الله غالب و ویل: « د برېښنا کمښت ستونزه موږ له دوو لارو حل کولی شو، کورنۍ تولید باید ډېر شي، که څه هم کورنۍ تولید یو څه ستونزمن دی، د کابل ستونزه یوازې باغدره حل کولی شي.»
اخوا، د افغانستان څه باندې ۸۰ سلنې برېښنا له نورو هېوادونو لکه، ازبېکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایرانه را واردیږي.
په دې اړه مو اندونه