د رییس الوزار اقتصادي معاونیت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې اسلامي امارت په ۱۴۰۲ کال کې د برېښنا په برخه کې د ستونزو د حل په پار پر ځينو پروژو کار پېلوي.
د دغې خبرپاڼې له مخې په روان لمریز کال کې د کمال خان او شاه و عروس بندونو د پاتې کار پېلېدل، د بخش اباد بند د عملي کارپېلېدل، په هرات کې د ۲۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید پروژه، د هېواد له شماله سوېل ته د برېښنا د مزو غځول او هرات ولایت ته د ترکمنستانه د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا د مزو لېږد، د اسلامي امارت له مهمو کړنو بلل کېږي.
د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې په نږدې راتلوونکي کې به د کاسا زر پروژې، عملي چارې به هم پېل شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په دې هکله وویل:«د برېښنا په هکله په بېلابېلو ولایتونو کې بېلابېلې پروژې، د برېښنا د بندونو او سبسټېشنونو جوړل دي، چې کار پرې روان دی. تېر کال هم پرې کار شوی و، څو پروژې مو لرلې چې مخکینۍ ادارې نیمګړې پاتې وې، د افغانستان اسلامي امارت د هغه کار له سره پېل کړی دی.»
بلخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د اقتصادي ودې او د انرژۍ په برخه کې ځان بسیاینې ته د افغانستان د رسېدو لپاره لا ډېرو پانګونو ته اړتیا ده.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رییس میرویس هوتک وویل:«د برېښنا د سکټور په برخه کې، هېواد ګڼې بېخبنايي امکانات لري. په هېواد کې پرېمانه اوبیزې سرچینې شتون لري او اړتیا ده چې دغه اوبه مهار شي چې د برېښنا د تولید او کرنې په برخو کې ترې کار واخیستل شي.»
بلخوا، د اقتصادي چارو ځینې کارپوهان پر دې باور دي چې شاوخوا ۸۰ سلنه برېښنا له نورو هېوادونو واردېږي او له نورو هېوادونو د برېښنا د واردولو په برخه کې ستونزې تل د خلکو پر ژوند او کار منفي اغېزې لرلې دي.
د اقتصادي چارو شنونکی میر شکیب په دې هکله څرګندوي:«افغانستان د سترو طبیعي سرچینو له لرو سره، بیا هم د برېښنا په تولید کې ترې کار نهشي اخیستی، بیا هم د برېښنا له کموالي سره مخ دی چې دې هم له عادي پلوه د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی او له اقتصادي پلوه هم د کارخونو تولیدات یې کم دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر ټولو ډېره برېښنا، له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له ازبیکستان، ترکمنستان، تاجیکستان او ایرانه واردېږي.