Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امیرخان متقي: نړۍ دې له اسلامي امارت سره تعامل وکړي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د یوناما له مشرې رزا اوتونبایوا سره د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي ارزوونکي د وروستي راپور په ګډون د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي، چې په دغه کتنه کې دواړو لورو له پاکستانه د ایستل شویو افغانانو د وضعیت، د اسلامي امارت د لاسته راوړنو او پر افغانستان د اقتصادي بندیزونو د لرې کېدو په تړاو خبرې کړې دي.

د هغه په وینا په دغه لیدنه کې امیرخان متقي په افغانستان کې د مشخصې مرجع شتون ته په اشارې سره، غوښتي چې نړۍ دې له اسلامي امارت سره د رسمي ادرسونو له لارې تعامل وکړي.
                                        
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ، ضیا احمد تکل طلوع نیوز ته وویل: « افغانستان د هر ډول بین الدولي قضیو د بحث لپاره یوازنی مشروع او با صلاحیته ادرس لري نو ځکه د نړۍ هېوادونو او بنسټونو ته په کار ده چې له خپلو رسمي ادرسونو د اسلامي امارت سره تعامل وکړي.  »

                            ورته مهال، د سیاسي چارو ځیني شنونکي وایي، چې د هېواد د اوسنیو ستونزو د حل لپاره اړتیا ده، چې نړۍ او اسلامي امارت د یو بل غوښتنو ته جدي پاملرنه وکړي د تعامل د ښه والي په برخه کې ګام پورته کړي.                                                          
د سیاسي چارو شنونکي، عزیز معارج وویل: « یوازنۍ د حل لاره همدغه ده چې دغه فاصله باید کمه شي او نړۍ افغانستان ته مخ راوګرځوي او په سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي برخو کې خپلې مرستو بېرته پیل کړي.»

د سیاسي چارو یو بل شنونکي، جنت فهیم چکري هم څرګنده کړه: « هیله ده چې هم افغانستان او هم نړۍ د افغانستان ملي او نړۍوالې ستونزې ته د حل لاره پیدا کړي.»

د دې سره هم مهاله، یوناما پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیالې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په کتنه کې د راستنېدونکو افغانانو، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د همغږي کوونکي د راپور او د زده کړو په ګډون د ښځو د حقونو د خوندېتوب په اړه خبرې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه